شهید قائد

لیکنه: عبدالوکیل صداقت متل دی وای مړونه مري خو مېړانه یې پاتې کیږي، د تاریخ په سختو شېبو کې چې د نړۍ فرعوني امپراطور او ورسره د سیمې او نړۍ بې ایمانه او بې غیرته دولتونه د افغانستان په ځورېدلي ولس لکه اصحاب فیل را شېوه شول، د اسلامي شریعت د نفاذ په خاتمې سره […]

لیکنه: عبدالوکیل صداقت
متل دی وای مړونه مري خو مېړانه یې پاتې کیږي، د تاریخ په سختو شېبو کې چې د نړۍ فرعوني امپراطور او ورسره د سیمې او نړۍ بې ایمانه او بې غیرته دولتونه د افغانستان په ځورېدلي ولس لکه اصحاب فیل را شېوه شول، د اسلامي شریعت د نفاذ په خاتمې سره یې د کفري دیموکراسۍ او جمهوریت کوږ تهداب کېښود.

تر دې ظالمانه اشغال وروسته اشغالګر د افغان مسلمان او غیور ولس او د اسلامي امارت د مخلصو او زړورو مجاهدینو له ولسي مقاومت سره مخ شول، دا چې افغان ولس د یرغلګرو د ځپلو، له خپل سپېڅلي دین او د خپلې خاورې د دفاع تاریخي سابقه لري؛ له همدې کبله دا ځل هم وحشي یرغلګرو داسې تندریز ګوزارونه وخوړل چې ټپونه به یې تر ابده جوړ نشي او نه به له تاریخي شرمه خلاص شي.

هوکې! د مجاهد ولس له بې سارې قربانۍ سره سره د روان کامیاب مقاومت راز زموږ د اتلو او فولادي ایمان لرونکو مشرانو په مبارزه او فداکارۍ کې نغښتی و، په سر کې مرحوم لوی ملا صاحب رحمه الله او ورپسې د هغوی رشید جانشین او باوري ملګري شهید في الله ملا اختر محمد منصور تقبله الله دا مقاومت په داسې توګه رهبري کړ، چې له هر رنګ اختلاف او بې باورۍ پرته یې د نړیوال کفري ائتلاف پر وړاندې د بنیان مرصوص په شکل د تاریخ په رنګینو پاڼو کې ثبت کړ.

دا چې مقابل لوری له نظامي، اقتصادي، سیاسي او آن د بې عملو منحرفو مذهبي فتواګرانو او منافقینو له هر رنګ ملاتړه برخمن و، بیا هم لله الحمد د شهید سعید منصور تقبله الله هر اړخیز شخصیت په ټولو ډګرونو کې د دوی مقابله وکړه، خپل لښکر یې په فکري، نظامي، سیاسي او آن اقتصادي قوت داسې ستیج ته ورساوه چې داخلي او خارجي دښمنان ورته ګوته په غاښ دي.

هېره دې نه وي چې د مرحوم لوی ملا صاحب رحمه الله د وفات او بیا یې د وفات د اظهار کلونه د اسلامي امارت لپاره تر ټولو د امتحان او ازمیښت وختونه وو، دا چې د مجاهدینو ټول فکري تړون لوی ملا صاحب سره و او هغه ته یې د یو روحاني رهبر په کچه اعتقاد درلود؛ نو دښمن په همدومره فرصت سره کوښښ پیل کړ چې دا غښتلی صف ګډوډ کړي، د دوی په منځ کې د اختلاف فتنه را وټوکوي، بله لویه ستونزه د دښمن له لوري د داعشي ملېشو را منځ ته کول وو، چې لله الحمد شهید امیر المؤمنین په خپل پیاوړي ځراکت دا دواړه لوی خنډونه لرې کړل او د اسلامي امارت صف یې لا متحد کړ.

شهید قائد تقبله الله داسې نسل تر شا پرېښود چې د الله تعالی په نصرت په هیڅ صورت ماتې نه مني او په هر قېمت له خپل هدف او مرام څخه دفاع کولای شي. ان شاء الله

الله تعالی دې منصور تقبله الله ته ټول هغه عالي درجات ورنصیب کړي، چې د شهیدانو، صالحینو او صدیقینو سره یې وعده شوې ده، د نوموړي کارنامې به تل زموږ په زړونو کې د یادګار په توګه پاتې وي.