د شهید منصور صاحب یو ویاړمن موقف

قاري عبدالستار سعید د خوځښتونو عمر هم د انسان د فردي ژوند په څير وي، چې سړې تودې، لوړې او ژورې، فرصتونه او ابتلاوې او بیلابیل حالات ورباندې راځي. د افغانستان په اسلامي امارت له راغلیو ابتلاوو سخت ترینه ابتلاء د سپتمبر د یوولسمې له پيښو وروسته هغه نړیوال اشر و چې له شرقه تر […]

قاري عبدالستار سعید
د خوځښتونو عمر هم د انسان د فردي ژوند په څير وي، چې سړې تودې، لوړې او ژورې، فرصتونه او ابتلاوې او بیلابیل حالات ورباندې راځي. د افغانستان په اسلامي امارت له راغلیو ابتلاوو سخت ترینه ابتلاء د سپتمبر د یوولسمې له پيښو وروسته هغه نړیوال اشر و چې له شرقه تر غربه، د ناټو له سرلارو بیا د وارسا تر پاتې شونو د اسلام ټول دښمنان په اسلامي امارت راوبلوسیدل.
له هغه وروسته د اسلامي امارت لپاره دوهمه امتحاني مرحله ۱۳۹۴ لمریز کال و چې له ۲۰۱۵ میلادي کال سره سمون خوري. په دې کال هم بیلابیلو فتنو له مختلفو خواوو د اسلامي امارت په وړاندې سرونه راپورته کړل چې دلته به یې یوه بیلګه راواخلو.
۲۰۱۵میلادي یا ۱۳۹۴ لمریز کال د اشرف غني د واکمنۍ لومړنی کال و، نوموړي چې یوې خوا ته یې له امریکا سره امنیتي تړون امضاء کړی و، بل اړخ ته یې په داخلي او منطقوي کچه د اسلامي امارت د کمزوري کولو لپاره په خورا ژوره او سنجول شوې طریقه کار پيل کړ. اشرف غني وتوانید چې د امریکا، چین او پاکستان په ګډون د (څلور اړخیز فورم) تر عنوان لاندې یو نوی بهیر رامنځته کړي چې هڅه به کوي په اسلامي امارت بیلابیل فشارونه راوړي او ( طوعا یا کرها) یې د خبرو میز ته کینوي.
د دې فورم فعال لوبغاړي د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد اولسن، د پاکستان د وزیر اعظم د بهرنيو اړیکو مشاور سرتاج عزیز ، د افغانستان لپاره د چین خاص استازی دینګ شیجون او د اشرف غني د خارجه وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی و. دا بهیر چې مطبوعاتو هم پراخ انعکاس ورکاوه، په ډیر قوت پیل شو. کابل او اسلام اباد ته د دواړو هیوادو د بیلابیلو سیاسي چارواکو، پوځي مشرانو او استخباراتي لوړرتبه مسؤلینو سفرونه د هرې ورځې خبره وګرځیده. رسنیو مسلسل ویل چې هغه ده د څلور اړخیز فورم له لارې طالبان په لومړي ځل له اشرف غني سره مخامخ مذاکراتو ته حاضریږي. خو په عمل کې هیڅ هم نه معلومیدل. څلور اړخیز فورم حتی دوه ځله هڅه وکړه چې د د جعلي یا اجباري مذاکراتو نمایش هم وړاندې کړي. یو ځل د طالبانو له جعلي استازو په استفاده د چین د ارومچي په هوایي ډګر کې کې د مذاکراتو یوه نمایشي غونډه دائره شوه، بل ځل د پاکستان په مري کې ورته جعلي مذاکرات جوړ شول، رسنیو خبر ورکړ چې په لومړي ځل طالبان د اشرف غني له استازو سره مخامخ خبرو ته کېنستي خو په قطر کې د اسلامي امارت دفتر په دې مذاکراتو کې د مسؤلو افرادو شمولیت رد کړ.
دغې فضاسازۍ د نابلدو خلکو ذهن ته دا خبره اچولې وه چې طالبان واقعا د څلور اړخیز فورم د فشار په لړ کې مذکراتو ته حاضر شوي دي. رسنیو په همدې اساس له طالبانو سره د مذاکراتو د دوهم پړاو خبرې کولې. خو هغه څوک چې طالبان یې سم پیژندل او په اړه یې واقعي معلومات درلودل، هغوی دا ټولې خبرې بې بنیاده بللې. په هر حال
په همدې سلسله کې که یوې خوا ته د څلور اړخیز فورم ګرمې غونډې او تبلیغاتي کمپاین روان و، بل اړخ ته به طالبانو بیلابیل فشارونه هم تر ټولو وروستي حد ته زیات شوي وو. د اسلامي امارت نوی مشر امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور په څو جهتونو کې له له نابلده جنجالونو سره په مبارزه بوخت و. یوه اړخ ته داعش سر راپورته کړی و. په طالبانو یې د کفر او شرک ټاپه لګولې وه، له بغداد یې د اطاعت او بیعت غوښتنې او ګواښونه رالیږل او محلي پيروان یې چې د اسلامي امارت له نرمۍ او زغم نه په استفاده یې یو څه سیمې نیولې وې دومره له غروره ډک و چې یوه ټیټ پوړي ډلګۍ مشر یې لوی امارت ته د ( اسلم تسلم) پیغامونه رالیږل.
بل اړخ ته د ملا محمد رسول، عبدالمنان نیازي او نورو اختلاف کوونکو بلوا هم په اوج کې وه، د امارت دښمنانو ورته تبلیغاتي کمپاین چلاوه او له نامعلومو استخباراتي چینلونو یې تغذیه روانه وه. په عین حال کې اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی و، ځکه یو شمیر مضرو او مخالفو خلکو تبلیغات کول چې عام مسلمانان دې اسلامي امارت ته بسپنې نه ورکوي ځکه امارت یې د دوی په خبره په (خپلمنځي جنګونو) لګوي. له امارت سره د قطر دفتر د مشر سید طیب په پریکون سره دا ستونزه نوره هم پراخه شوې وه.
په دې ټولو ستونزو سربیره د څلور اړخیز فورم لخوا د اجباري مذاکراتو غوښتنه د اسلامي امارت ته یو بل لوی سرخوږی و چې اسلامي امارت یې یو ځل بیا د خپل حریت او استقلال ثابتولو له ازمون سره مخامخ کړی و.
د ۱۳۹۴ لمریز کال په وروستیو کې چې څلور اړخیز فورم درې غونډې کړې وه او څلورمه یې په کابل کې دائریدونکې وه، د دې غونډې اجنډا دا ټاکل شوې وه، چې د سولې لار نقشه نهایي او له طالبانو سره د مذاکراتو وخت او ځای په کې معلوم شي. معنی دا چې نورې ټولې خبرې نهایي شوې بلل کېدې. دا وخت له کمو خلکو پرته هر چا دا منلې وه چې بالاخره که د طالبانو زړه وي او یا نه، په دې مذاکراتو کې به حتما ګډون کوي. د کابل د ټیلویزیونونو صاحب نظرانو هم همدا خبره تکراروله اما هغه څوک چې طالبان سره سم پیژندل هغوی بل څه ویل.
د بیلګې په توګه انجنیر نظر محمد مطمئن یوه ورځ د کابل په یوه ټيلویزیون کې د طالبانو له مخالفو صاحب نظرانو سره شرط وتاړه چې که طالبانو واقعا په دې پروسه کې ګډون وکړ او ستاسو په خبره مذاکراتو ته راغلل، نو له شک پرته د پاکستان غلامان دي. مګر که طالبانو ګډون ونه کړ او دا پروسه هم د پخوانیو تزویري پروسو په شان ناکامه شوه نو باید ټول راسره ومنئ چې طالبان واقعا خپلواک او په خپلو تصمامیمو کې سل فیصده استقلال لري.
په همدې حال کې بالاخره د ۱۳۹۴ لمریز کال د کب په میاشت کې د څلور اړخیز فورم څلورمه غونډه د کابل په ارګ کې پيل شوه چې افتتاحیه وینا یې د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وکړه. د غونډه اجنډا د دوی په خبره ( د سولې لار نقشه) نهایي کول بلل شوي وو چې بالاخره یې دغه لار نقشه نهایي کړه. هغه دا چې د غونډې په ترڅ کې د راتلونکو مذاکراتو ځای او وخت دواړه تعین شول. د غونډې په توافق نامه کې راغلي وو چې طالبان به دوه اونۍ وروسته په اسلام اباد کې د مذاکراتو په پروسه کې رسما ګډون وکړي.
دا ځل سترګې د طالبانو اړخ ته متوجې وې او هغوی چې د طالبانو په حریت یې شک درلود، پرلپسې یې د امارت د اسلامي امارت رسمي پاڼه څارله چې څرنګه غبرګون به ښيي. د کب د میاشتې په پنځلمسه نيټه د اسلامي امارت د زعیم ملا اختر محمد منصور صاحب په مخامخ امر د اسلامي امارت لخوا لاندې اعلامیه صادره شوه.
(دا چې د مذاکراتو او څلور اړخیزو غونډو جریان او تبلیغات په قوت کې روان دي او له دې سره سره دا اوازې هم خپریږي چي په راروانو غوڼدو کې به د اسلامي امارت استازي د عالیقدر امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور په اجازه ګډون کوي.
موږ دا ډول افواهات ردوو او په صراحت سره وایو چې د اسلامي امارت محترم زعیم په دې غونډو کې د ګډون لپاره هیڅ چا ته هم وظیفه نه ده سپارلې او نه هم د اسلامي امارت رهبري شوری په دې غونډو کې د ګډون فیصله کړې ده, اسلامي امارت لکه څرنګه چي یې د پګواش په کانفرانس کې وضاحت وکړ اوس یو ځل بیا هم هغه دریځ تکراروي، تر څو چې د افغانستان اشغال پای ته نه وي رسیدلی، تور لستونه نه وي ختم شوي او مظلوم بندیان نه وي ازاد شوي، بي مفهومه او تیر ایستونکي مذا کرات به هیڅ نتیجه هم ور نه کړي، موږ په رسنیو هم غږ کوو چې له بې اساسه او له وا قعیت څخه لیري راپورونو خپرولو څخه دي ډډه وکړي او هر هغه خبر چې د اسلامي امارت د رسمي ویندویانو او سیاسي دفتر له لوري نه وي تائيد شوی، هغه دي اسلامي امارت ته نه منسوبوي)
د دې اعلامیې او ډانګ پېیلي دریځ په اعلان سره نه یوازې اسلامي امارت په سخت ترین حالت کې یو ځل بیا خپل حریت او د تصمیم ګیرۍ استقلال ثابت کړ، بلکې د څلور اړخیز فورم پړسول شوې پروسه یې هم داسې پنچره کړه چې بیا یې تر اوسه چا نوم وانخیست. د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور دغه ویاړمن او صریح موقف نه یوازې په امارت دننه پراخ استقبال شو، بلکې په نړیواله کچه هم د اسلام او استقلال مینه والو پرې خوښي وښوده. د بیلګې په توګه په جرمني کې میشت لیکوال محمد امین بسمل چې چپي سابقه هم لري، خو د طالبانو مستقلانه موقف دومره متأثر کړ چې په دې اړه یې اوږده لیکنه وکړه او عنوان یې ورکړ ( طالبه لا دې په همت برکت شه) وتلي څیړونکي ډاکټر روستار ترکي د اروپا میشتو افغانانو په استازیتوب طالبانو ته د دې ویاړمن موقف له امله د مبارکۍ پیغام ولیږه او دا یې یو تاریخي موقف وګاڼه. د کابل یو شمیر صاحب نظرانو لکه شهید مژده صاحب او نظر محمد مطمئن صاحب د طالبانو دغه لنډکۍ اعلامیه په خپلو مخالفینو یو دروند سیاسي ګوزار وګاڼه.
د اوریدو له قراره د اسلامي امارت مرستیال خلیفه سراج الدین حقاني صاحب د دې اعلامیې له نشر وروسته ویلي و چې د منصور صاحب دا مستقلانه دریځ او اعلان د لوی ملا صاحب له هغه موقف سره برابر دی چې د نړیوالو فشارونو په اوج کې یې د شیخ اسامه بن لادن له سپارلو اعراض وکړ او خپل د پریکړو استقلال یې وساته.
د سیاسي رهبرانو د شناخت او ارزولو تر ټولو مهم معیار د هغوی مواقف ګڼل کیږي. شهید منصور صاحب که څه هم لږه موده یې د اسلامي امارت مشري وکړه اما په خپلو قاطعانه اقداماتو او جرأتمندانو پریکړو سره یې اسلامي امارت ته له شړیدلو نجات ورکړ. تاریخ به د نوموړي دغه مواقف حتما په زرینو تورو ولیکي.
رحمه الله و تقبل شهادته