د شهید منصور صاحب تقبله الله سره د بیعت په لړۍ کې زما لاس په لاس بیعت

فیض صمیم په ټولنیزه او غږیزه میډیا د امیر المؤمنین ملاصاحب رحمه الله د وفات کیسه ډېره ګرمه تاوېدله، له عادت سره سم به مې په ټولنیزه میډیا اعتبار نه کېده ځکه دغسي اوازې به ډېری وخت درواغ ثابتېدلې، مازدیګر مهال د یوه شناخته ملګري ټاټوبي ته ورغلم هلته به زیاتره وخت مشرانو ناسته کوله، […]

فیض صمیم
په ټولنیزه او غږیزه میډیا د امیر المؤمنین ملاصاحب رحمه الله د وفات کیسه ډېره ګرمه تاوېدله، له عادت سره سم به مې په ټولنیزه میډیا اعتبار نه کېده ځکه دغسي اوازې به ډېری وخت درواغ ثابتېدلې، مازدیګر مهال د یوه شناخته ملګري ټاټوبي ته ورغلم هلته به زیاتره وخت مشرانو ناسته کوله، یو مشر چې هغه مهال یې په دعوت و ارشاد کمېسیون کې دنده کوله بلا اختیاره وویل، چې سبا ورځ کېدای شي اهل الحل والعقد شورا د اسلامي امارت نوی وټاکي.

ددې خبر له اورېدو سره سم مې په خولۀ کې ناړې وچې شوې ما ورته کړۀ! مولوي صیب دا څه وایې؟ ملا صاحب رښتیا وفات شوی؟ د مولوي صاحب ځواب سکوت و نور یې غږ نه کاوه.

هغه مهال امریکا د وتلو اعلان هم کړی و په ما دا خبر ډېره درنه شوه سلو او زرو سوچونو واخیستلم ما ویل اوس به دا امارت ټوټه ټوټه شي، اختلاف به راشي او کاش یو څه وخت د امریکا تر وتلو نه وای وفات شوی.

په سبا مې یو بل مشر ته دا خبر وکړه هغۀ له ډېرې خوشکې نور څه نه وویل صرف راته کړه یې که دې بل ځل وویل خپه کوم دې، بالاخره دویمه ورځ ددغه مشر ملګري زنګ راغی چې فلان ځای ته یې غوشتي یو، نامعلوم ځای کې غونډه ده راسره لاړ به شې نور څوک مه خبروه.

ما ته د تګ په وخت کې هماغه د ملا صاحب د وفات خبره را یاده شوه بیا ځل مې ورته وویل، د ملا صاحب د وفات په اړه خو به غونډه نه وي؟ هغۀ د پخوا په څېر په خوشکه راته وویل چې دا خبر څنګه په خوله درځي؟ بیا ونه وایې څنګه انسان یې؟ ما ورته کړۀ سخت په تشویش کې یم خدای مکړه دا شهیدانو ستر سپېڅلی صف مات نشي.

هلته چې د غونډې ځای ته یو کس رهبري کړو ورغلو، له تالاشي وروسته، یو ستر سالون ته ننوتلو چې کتل مې ټول لوړ رتبه مشران ناست وو، د سالون په کونجانو کې د امارت سپین بیرغونه رپاند وو، له چوپې چوپتیا سره د غم فضا خوره وه د غم احساس کېده.

د غونډې په پیل کې له تلاوت وروسته لومړی د قطر د دفتر اوسني مشر شیخ عبد الحکیم صاحب حفظه الله خبرې پیل کړې، خو د صبر توصیې یې وکړې او د ملا صاحب د وفات په اړه یې یادونه و نه کړه.

دویم ځل اوسني امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله خبرې وکړې، خو څنګه چې یې دا آیت (وما محمد الا رسول قد خلت من قبله الرسل.) تلاوت کړ، پوه شوم چې د ملا صاحب کیسه لکه چې رښتیا ده.

بالاخره یې یادونه وکړه چې اهل الحل والعقد شورا د امارت نوی زعیم امیر المؤمنین ملا اخترمحمد منصور تعین کړ، ملا صاحب رحمه الله دوه کاله مخته په فلان تاریخ وفات شوی دی، دلته نو په غونډه کې یو دم د ژړا او ساندو دروند غږ را پورته شو خو د شیخ صاحب مبارک له حکمت او ترغیب څخه ډکو خبرو ټول مشران ارام کړل او کړل یې چې د تأسف ځای به دا وای چې دا امارت ړنګ شوای وای او زعامت ته مو څوک نه درلودای یا توافق نه را تلای، خو الحمدلله امارت ودان دی، فعال دی ،علماء او روحانیون لرو.

شیخ صاحب زیاته کړه چې منصور صاحب هغه شخصیت دی چې د ملا صاحب له وفات وروسته یې په دوه کلن بهیر کې دا امارت تر دغه ځایه په خپل متانت را رسولی اوس علماوو په نوموړي منصور صاحب اعتماد وکړ، مونږ او تاسو به یې حمایت کوو او د سر په بیه به یې د شریعت په چوکاټ کې دفاع کوو.

دا امارت ترکیب جوړ له مونږ او تاسو دی مونږ او تاسو به د ملاصاحب سره د وفا په خاطر له امارت سره وفا کوو او د مایوسۍ احساس به نه کوو، بیا مولوي عبد الکبیر صاحب خبرې وکړې هغه هم ورته توصیې له ګډونوالو سره شریکې کړې، په پای کې شهید منصور صاحب تقبله الله خبرې پیل کړې چې يو نیم ساعت یې هر اړخیزه وینا وکړه.

د خپل نفس د شکستګۍ په موخه یې دا ستر مسئولیت پر ځان دروند بلل او د مشرانو علماوو د باعث کېدلو او د امارت سره د وفا په خاطر یې دا دروند بار پر ځان منلی و، خو یادونه یې په تقریر کې وکړه چې دوی دا دروند بار زما په اوږو واچوه نو زه هم اوس دوه معاونان د ځان لپاره انتخابوم چې دواړه دلته ناست دي یو یې سراج الدالدین حقاني صاحب او دویم یې شیخ هبة الله اخندزا صاحب دی.

د خبرو په پای کې د ټولو مشرانو په ټنډو کې د خوشالۍ مسکا خپره شوه او هېله یې پیدا شوه چې اِنْ شَآءَالله د امارت دا متحد صف به ضرور تر خپل منزله ځان رسوي.، په آخر کې د بیعت لړۍ شروع شوه په قطار کې له ور رسېدو سره سم مې د نوموړي خوږه غطږ په غېږه کې ټینګه او د لاس په ښکولولو مې بیعت ورسره وکړ.

روح یې ښاد او یاد یې تل تر تله.