د شهید منصور صاحب تقبله الله د بریا یو عمده لامل..!

ليکوال: نوراني “عزام” د انسان لپاره تر ټولو غوروالی او بهتري په دې کې ده چې د ژوند په اوږدو کې داسې څه وکړي چې له دین او دنیاوي ارزښتونو سره په ښکاره ټګر کې نه وي او مرګ یې هم داسي وشي چې د آخرت لپاره ښه توښه او د وروسته پاتې خلکو لپاره […]

ليکوال: نوراني “عزام”

د انسان لپاره تر ټولو غوروالی او بهتري په دې کې ده چې د ژوند په اوږدو کې داسې څه وکړي چې له دین او دنیاوي ارزښتونو سره په ښکاره ټګر کې نه وي او مرګ یې هم داسي وشي چې د آخرت لپاره ښه توښه او د وروسته پاتې خلکو لپاره ویاړ وګڼل شي.

د اسلامي امارت دویم مشر او زعیم شهید ملااختر محمد منصور (تقبله الله) ژوند سره له دې چې له سختو او پېچلو ننګونو سره مخ و او هره شېبه د دې امکان و چې د سر او مال زیان ورته ورسیږي، خو بیا یې هم په هسکه غاړه له ننګونو سره سره د اشغالګرو او د هغوی د اجیرانو په وړاندي نه هېرېدونکې مقابله وکړه او په خپل اسلامي او کلتوري دریځ محکم او ثابت پاتي شو.

په داسي حال کې چې نوموړی د ثالث عمر رحمه الله تر وفات وروسته د اسلامي امارت زعیم وټاکل شو او په عین حال کې د اسلامي امارت په وړاندې د یرغلګرو او د هغوی داخلي ګوډاګیانو د اسلامي امارت د صف د پاشلو او اختلاف اچولو پوره هڅې پیل کړې وې، شهید منصور صاحب د خدای تعالی ورکړي فراست او لوړ حکمت په کارولو سره د اسلامي امارت صف واحد وساتی.

سره له دې چې منصور صاحب په زماني لحاظ ډېر کم وخت د اسلامي امارت مشرتوب وکړ او ډېر ژر شهید شو خو بیا یې هم په دې کمه موده کې د مجاهدینو جهادي لیکي منظمي کړې، په دښمن باندې یې چريکي او ډلییز بریدونه منسجم او پیل کړه، جهادي عملیات یې په ټول هیواد کې په منظمه توګه تر لري پرتو سیمو او ولایتونو پوري وغځول.

د دیپلوماسۍ په برخه کې یې له سیمې او نړۍ سره روابط جوړ کړل او د اسلامي امارت فالسي او تګلاره یې ڼړیوالو ته ورسوله، هغوی ته یې ثابته کړه چې اسلامي امارت د داسې ازادۍ غوښتونکی ولسي او جهادي قیام دی چې د خپلو مشروع غوښتونو او حقه حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي،

د شهید منصورصاحب د بریا یو راز دا هم و، چې د اسلامي امارت ټول کمېسیونونه او ادارې یې ښې فعاله کړې او په پوځي برخه کې یې داسي مسئولین وټاکل چې تر ټولو یې د جهادي چارو پرمختګ او بهبود ته پاملرنه کوله، ټول تمرکز یې په دې باندې و چې دښمن ته څرنګه دروند زیان واړوي؟ او څرنګه مجاهدین او ولس له مرګ ژوبلي وساتي؟

هغه د داعش په نامه د سي آی اې او کابل ادارې استخباراتي دسیسه په نطفه کې خنثی کړه، د کابل ادارې په فرمایش ورته نورې وسله والې چې د مجاهدینو په منځ کې د اختلاف اچولو دنده ورکړل شوې وه، هم له منځه یوړې، تر دې وروسته د اسلامي امارت صف متحد او په پوره یوالي کې دومره سپېڅلی پاتې شو، چې د سپېڅلتیا او یوالي له امله یې په ټولو برخو کې فعالیتونه تر پخوا څو چنده زیات ګړندي شول او آن د ولایتونو تر فتحو پورې یې د فتوحاتو لړۍ ورسېده.

د شهید منصور صاحب تقبله الله د بریا یو عمده لامل دا هم کېدای شي چې نوموړی د اسلامي امارت د بنسټګر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله ټوله تګلاره او فالیسي په پوره توګه تعقیبوله، د هغه له هدایاتو او لارښوونو څخه یې په جهادي چارو کې استفاده کوله، دا چې نوموړی له هغه سره د تېر امارت او اوسنی امارت په ټولو وختونو او حالاتو کې نږدې پاتي شوی و، د هغه له هدایاتو او لارښوونو څخه یې عملي تجربه اخیستې وه او د اسلامي امارت ټول مسئولین یې له نږدې پیژندل نو ځکه یې په ټاکلو سره جهادي نظام لاپیاوړی شو.

په پای کې دعاء کوم چې الله تعالی جل جلاله یې جهادي خدمات، ستړیاوې، تکالیف او د الله تعالی جل جلاله په لاره کې ګلګون نازک وجود قبول کړي او د وینو په برکت یې نور په ګران هیواد کې اسلامي نظام او سرتاسري سوله راولي آمین.