د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله په یاد څو کرښي

لیکنه: محمد ابراهیم عبیده لله الحمد، الله تعالی په موږ دا ستره نېکمرغي لورولې ده چې په خپل مبین دین باندې سرشاري قربانۍ، د سپېڅلو جنتي ملایک صفته امیرانو د مبارکو وجودونو لولپه کېدل، په تشو لاسونو خو په توکل محض او قوي ایماني عزم د کفر مقابله او د همدې مقابلې بریا یې زموږ […]

لیکنه: محمد ابراهیم عبیده

لله الحمد، الله تعالی په موږ دا ستره نېکمرغي لورولې ده چې په خپل مبین دین باندې سرشاري قربانۍ، د سپېڅلو جنتي ملایک صفته امیرانو د مبارکو وجودونو لولپه کېدل، په تشو لاسونو خو په توکل محض او قوي ایماني عزم د کفر مقابله او د همدې مقابلې بریا یې زموږ نصیب کړې.

هغه امیرالمؤمنین چې خدای ورکړی ټول ژوند یې د الله تعالی په سپېڅلي او أهم عبادت باندې منَور او سپېڅلی کړ.

هغه امیر چې د الله تعالی په لار کې شهادت او د ځان لولپه کېدل یې له سترو ارمانونو څخه و چې الله تعالی ورته دا ستر ارمان پوره کړ.

شهید امیرالمؤمنین تقبله الله زموږ لپاره کوم عادي څوک نه و، هغه زموږ شرعي امیر و، لاس په لاس مو ورسره بالذات او یا هم بالواسطه جهاد او شریعت ته په التزام بیعت کړی و، د نوموړي تر مشري لاندې د مرګ او ژوند په بیه د جهاد او مبارزې میدان ته ښکته شوي وو.

لکه څرنګه چې شهید امیر المؤمنین د افتخار او ویاړ ژوند درلود، همداسې یې مرګ هم له افتخار او ویاړ څخه ډک و، د امیرالمؤمنین په توګه د ده د شهادت بېلګه د اسلام د تاریخ په دې وروستیو کې هیڅ نه ده لیدل شوې.

‏شهید منصور صاحب د قائدانه بریالیو صفاتو خاوند و، ټول سیاسي، نظامي او اداري مسئولین یې په خپل اعتماد کې ساتل، اجتماعي او اجرایي صفات یې ځانګړې خدایي برخه وه، له نظامي اړخه یې مهارت دا و چې چریکي حرکتونه یې په جبهیي حرکتونو بدل کړل.

‏د منصور صاحب په جهادي ژوند کې د امریکا په ضد د جهاد مرحله د ده لپاره له سختو ازمایښتونو او چېلنجونو ډکه دوره وه، دغه وخت نوموړي ته د مرحوم امیرالمؤمنین لخوا د اسلامي امارت د رهبري شورا د کندهار ولایت جهادي مسئولیت هم وسپارل شو.

شهید امیرالمؤمنین تقبله الله د الله تعالی بنده او د حق د لارې مجاهد و، نوموړي خپله فریضه په ډېره ښه او ویاړمنه توګه ترسه کړه، د مرګ تر ساعته په خپل ایمان او برحق عزم محکم پاتې شو.

اې امیرالمؤمنینه! موږ در باندې ویاړو او د اسلامی امت راتلونکي نسلونه به درباندې افتخار کوي، الله تعالی دې خدمتونه او شهادت قبول او جنةالفردوس نصیب کړه آمین یا رب العلمین.