د شهید امیرالمؤمنین سترې قربانۍ د استکبار شیطاني غرور چپه کړ!

ليکنه: احمد عزام په نړۍ کې داسې تحريکونه او تنظيمونه شتون لري چې د مؤسس او د لومړي رهبر په وفات او شهادت يې يا تحريک په مکمل ډول ختم شوی وي او يا يې تحريک او تنظيم دومره کمزوری شوی وي او ملګري یې هم په دومره کچه ناهيلې شوي وي؛ چې بيا يې […]

ليکنه: احمد عزام

په نړۍ کې داسې تحريکونه او تنظيمونه شتون لري چې د مؤسس او د لومړي رهبر په وفات او شهادت يې يا تحريک په مکمل ډول ختم شوی وي او يا يې تحريک او تنظيم دومره کمزوری شوی وي او ملګري یې هم په دومره کچه ناهيلې شوي وي؛ چې بيا يې د تنظيم ترميم، د دښمنانو پر وړاندې د مقاومت، سنګر تودولو او په داخل د تنظيم کې د ولولو، جذبو راپورته کولو هڅې د نشت برابرې وي او توجوه يې په هغه پيمانه نه وي ورته کړې، نو له همدې امله دښمن ته فُرصت په لاس ورشي او انتقام ترې واخلي او تر دې اندازې یې وځپي چې بيا د راپورته کېدو جوګه نه وي.

خو بل لور ته بيا په نړۍ کې داسې خوځښتونه هم تېر شوي او شته چې د مؤسس له وفات وروسته شاړ شوي نه دي بلکې لا له هر لحاظه پياوړي شوي او لا د پرمختګ په لور مزل کوي، له ورته خوځښتونو څخه یو یې هم د طالبانو تحريک (اسلامي امارت) دی، د ياد تحريک بنسټګر د جغرافې له لحاظه د يو داسې هېواد وګړی/اوسېدونکی و، چې د غربت مثل يې په نړۍ کې نه مخکې او نه اوس موندل کيږي، د يو داسې هېواد اوسېدونکی و چې جګړو يې د پرمختګ مخه ډب کړې وه/ده مقصود مې اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) دی ملا صاحب هیواد له تجزیې څخه د ژغورلو او د رب تعالی قانون د نافذولو په هدف وسله واله مبارزه پيل کړه، په لږ وخت کې يې اسلامي نظام نافذ او د افغانانو آرمان پوره کړ، د وخت کفارو د اسلامي نړۍ د غدارانو په ملتيا او شیطانت اسلامي نظام ونړاوه، نړیوالو د ملا عمر او ملګرو یې بیا راپورته کېدل ناممکن وباله، خو د نوموړي بزرګ تر قومندې لاندې د اشغال خلاف د هېواد لوېشت لوېشت کې جهادي سنګرونه بيا تاوده شول، دا چې د ځمکې په سر هر زنده سری به د مرګ مزه څکي مرحوم امير د رب تعالی دې حکم ته لبيک ووايه او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګې د تل لپاره پټې کړې. انا لله و انا الیه راجعون.

کفري نړۍ او حلقه بګوش غلامانو د نوموړي مړینه یو فرصت وباله او کوښښ یې پیل کړ تر څو د اسلامي امارت پاک او سپېڅلی خوځښت وپاشي، خو د ملا صاحب د لاس سپين توغ ځکمې ته پرې نه ښودل شو او نه د کفارو هيلې پوره کېدو ته پرېښودی شوې؛ په ډېره بېړه د مرحوم ملا صاحب نائب اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور دا سپین توغ پورته او دښمن يې سخت د ناهيلۍ په ګرداب کې پرېښود، منصور صاحب تقبله الله په ښه اخلاص او ديانت د تحريک مشري کوله، خو کفارو د نوموړي ځيرکتيا، پوهې، د ملګرو په ځان راټولولو مهارت و نه شو زغملی او اړ شول چې منصور تقبله الله له منځه يوسي، دښمن په ظاهره خپل هدف ته ورسېد منصور صاحب يې په ډېره بې رحمۍ په شهادت ورساوه؛ خو امريکا چې د کوم تحول په آرمان وه هغه بیا هم تر سره نه شو.

شهيد منصور صاحب له شک پرته يو متحرک انسان و، د امارت ټولو تشکيلاتو ته لايحې جوړول، د قطعاتو بنسټ اېښودل چې يوه اړتيا محسوسيده، د نظامي تحرکاتو لا پياوړي کول، د نظام مهمه ستن چې استخباراتي کمېسيون ده بنسټ اېښودل، نړیوالو سره سياسي اړيکې جوړول او همدغو موخو ته د رسېدو په هيله د هېواد په داخل کې سره له ټولو امنيتي مشکلاتو او ستونزو اوسېدل، ګاونډيو او د سيمې هېوادو ته سفرونه کول هغه څه وو، چې دښمن يې سخت وېرولی و، هغوي دا درک کړې وه چې منصور مو د ټولو پلانونو او طرحو پلي/عملي کولو مخکې ستر خنډ دی، انګيرنه يې دا وه چې د منصور تقبله له شهادت څخه وروسته به داسې څوک په امارت کې ونه موندل شي چې مجاهدين او اولس په ځان راټول کړي، دوي بيا د طالبانو په آسانه ډول د ځپلو او له منځه وړلو خوبونه ليدلي وو.

منصور صاحب چې داسې ډاډه ګرځېده پوه و چې صف يې د الولآء و البرآء په عقيده جوړ دی هو ملا صاحب او منصور صاحب خپلو ځواکونو ته د فکرِ واحد، عقیدې واحدې درس ورکړی و او دا يې ور فهمولې وه چې زمونږ د لارې مشالونه علمآء دي د دوی د ګمارنې قدرداني په کار ده همدا ډول په صف کې د دنيا، دندې او شهرت مينه يې مړه کړې وه، د ښه مسؤليت آنجامولو، د اسلامي نظام د نفاذ په لاره کې تر يو بل د مخکې کېدلو، د اتفاق او اتحاد درس يې ورکړی و، همدا ډول له کبر، غرور، قومي، سمتي او لساني تعصباتو او اختلافاتو څخه يې د ځان ژغورلو توصې پرېیښې وې؛ دا هغه لاملونه وو، چې د ګران رهبر له شهادت وروسته امارت د له منځه وړلو او يا کمزوري کېدلو پر ځاي تر پخوا لا له هر لحاظه ډېر پياوړی شو.

شهادت يې يقينًا د اُمت او ملت لپاره يوه ستره صدمه وه، يوه نه ډکېدونکې خلاء وه، چې رامنځ ته شوه خو نه حوصلې ماتې شوې او نه مبارزه په نيمه کې پرېښودل شوه؛ منصور صاحب دا فکر پرېښود چې اهداف مو تر ژوند او بدنو لوړ قېمت لري او په همداسې قربانيو ارزي، د منصور قرباني د يوې ښې روښانه راتلونکې لپاره وه، هو د منصور قرباني يوه نه هېرېدونکي قرباني ده د تاريخ په پاڼو کې به شهيد امير المؤمنين وليکلی شي، د شهید امیر المؤمنین تقبله الله سترې قربانۍ د استکبار شیطاني غرورچپه کړ.