اميرالمؤمنين شهيد شو!

ليکنه: ابو محمد صدیقي دا يو ښکاره حقيقت دی چې اسلامي تاريخ له قربانيو او سرښندنو ډک دی، د اسلام دا ګلشن د مسلمانانو د غيرتي زلمو په وينو ساتل شوی او تر موږ پورې په خورا سترو قربانيو را رسيدلی دی، خو په اسلامي تاریخ کې د مجاهدينو تر څنګ د اميرانو شهادت د […]

ليکنه: ابو محمد صدیقي

دا يو ښکاره حقيقت دی چې اسلامي تاريخ له قربانيو او سرښندنو ډک دی، د اسلام دا ګلشن د مسلمانانو د غيرتي زلمو په وينو ساتل شوی او تر موږ پورې په خورا سترو قربانيو را رسيدلی دی، خو په اسلامي تاریخ کې د مجاهدينو تر څنګ د اميرانو شهادت د اسلامي تاريخ يوه رنګینه ځانګړتيا او خصوصيت دی.

د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په خپله په غزاوو کې شرکت کړی، آن چې غاښونه مبارک يې شهيدان شوي، له هغه دور راوروسته صحابه کرامو رضی الله عنهم د اسلام دا ګلشن همدغه شان په خپلو وينو رنګین ساتلی، د پرلپسې ۳ تنه خلفاء راشدینو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین شهادت یې ښه مثال دی.

په هغه وخت کې به دا خبر د خلکو په منځ کې خبره شوه، چې امير المؤمنين شهيد شو، لکه امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رضی الله عنه شهيد شو، امير المؤمنين حضرت عثمان رضي الله عنه شهيد شو او امير المؤمنين حضرت علي کرم الله وجهه شهيد شو.

همدغه شان نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم د اسلام‌ د‌ دښمنانو پر خلاف په غزواتو کې برخه اخيستې چې زيات شمېر يې شهيدان شوي دي، همدا رنګه له صحابه کرامو څخه را وروسته د مسلمانانو جنګي امیرانو هم د شهادت ویاړونه تر لاسه کړي دي، خو دغه خبره له ډېره وخته د خلکو له ذهن څخه وتلې وه، چې امير المؤمنين شهيد شو، څو سوه کاله وروسته الله تعالی دا ویاړ اسلامي امارت ته ور په برخه کړ، چې امير المؤمنين شهيد شو.

يقينًا که موږ د خپل شهيد‌ رهبر امير المؤمنين شهيد سعيد ملا اختر محمد منصور تقبله اللّٰه ژوند او کارنامې مطالعه کړو، الله تعالی په ډېرو ځانګړتياوو نازولی و، منصور صاحب د اسلامي امارت رهبري په داسې نازکو او پېچلو حالاتو کې وکړه، چې اسلامي امارت له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان و.

د امیر المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه اللّٰه د وفات خبر يې له نړیوالو کفري استخباراتو څخه په خپل ځانګړي مهارت څو کاله پټ وساته، چې په دې سره يې دنړۍ پرمختللي استخبارات وننګول، د اسلامي امارت د مجاهدينو په صفونو کې يې د کار د لابهبود او طرقي په خاطر قطعات جوړکړل، د دښمن د مهمو پلانونو دخنثاء کولو او د اسلامي امارت د مشرانو د حفاظت په خاطر يې د استخباراتو کمېسيون فعال کړ.

خلاصه دا چې منصور صاحب د اللّٰه تعالی له طرفه اسلامي امارت ته يوه تحفه وه، همدغه شان منصور صاحب د داعش په نوم د يوې غټې فتنې په له منځه وړلو کې بريالی رول ولوباوه، چې په دې سره يې نړیوال نور هم حيران کړل او د ده خلاف دهغوی په زړه کې هغه پخوانۍ کرکه او حسد‌ نور هم زيات شو.

د اسلام دښمنانو و نه شو زغملی او بالاخره يې ۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې په شهادت ورساوه، انا لله وانا الیه راجعون.

روح يې ښاد او ياد يې تل تر تله.