په غربي نړۍ کې د جهادي ترانو انعکاس

قاري حبیب ترانې چې ځینې یې بې سازه ترنم بولي، په جهادي تسلسل کې د تبلیغاتي مبارزې هغه اړخ دی چې د بل هر څه په نسبت یې ژور او کاري اغیز درلودلی دی.که څه هم په افغانستان کې حماسه ګویي او رزمي ادبیات زوړ تاریخ لري او د دې وطن د ادب او فرهنګ […]

قاري حبیب

ترانې چې ځینې یې بې سازه ترنم بولي، په جهادي تسلسل کې د تبلیغاتي مبارزې هغه اړخ دی چې د بل هر څه په نسبت یې ژور او کاري اغیز درلودلی دی.که څه هم په افغانستان کې حماسه ګویي او رزمي ادبیات زوړ تاریخ لري او د دې وطن د ادب او فرهنګ اساسي جزء تشکیلوي، مګر اوسنۍ متعارفه ترانه خواني د روس ضد جهاد له وخته راپیل شوې ده چې د وخت په تیریدو سره یي پرله پسې انکشاف کړی، صیقل شوې او بالاخره د یوه عمده تبلیغاتي ژانر په حیث پیژندل شوې ده.

په دې لیکنه کې د ترانو په اهمیت، ضرورت او تاثیر ګذارۍ باندې خبره نه کوو. بلکې دا موضوع را سپړو چې جهادي ترانو ته اشغالګر په کوم نظر ګوري او زموږ د جهادي سنګر د خوش الحانه بلبلانو آوازونو بالاخره په غربي نړۍ او د دښمن په کور کې څرنګه انعکاس موندلی او دښمن ورته په کوم نظر ګوري.

امریکا څنګه د طالبانو خلاف تبلیغاتي جنګ کې ناکامه شوه؟

لوړ عنوان د هغې مقالې دی چې د امریکا یوې وتلې رسنۍ stars and stripes  د هغه کتاب په اړه نشر کړې ده چې د افغانستان په جګړه کې د امریکا د ماتې له یوه ناویلي سبب څخه پرده پورته کوي. ”د طالبانو داستان او د افغانستان شخړه کې د قدرت او استفادې کيسې”  دهغه کتاب نوم دی چې په افغانستان کې یوه مؤظف امریکایي جنرال توماس جانسون د اسلامي امارت د مجاهدینو د رسنیزو بریاوو په خاص ډول د جهادي او حماسي ترانو د اغیز په اړه لیکلی دی.

جنرال جانسون چې اوس  د سمندري پوځیانو د ښوونځي استاذ دی ليکلي، په افغانستان کې د امریکا ۱۷ کلنه جګړه د هغو مجهزو سرتېرو پر مټ نه شي ګټل کیدای چې هر څه په مخه ورځي هغه له منځه  وړي، بلکې دا کاميابي په تبلیغاتي جګړه کې په بریاليتوب شونې ده، هر څوک چې ښه تبلیغات لري هغه به ګټونکی شي، ځکه اغېزناک اطلاعاتي کمپاین  کولی شي هغه برداشت او تفسیر خلکو ته ورکړي چې مطلوب وي.

د جانسون کتاب څرګندوي چې طالبانو له خپلو شعرونو او ترانو څخه په دې کې ګټه اخيستې تر څو د افغانستان خلک په دې باوري کړي چې د امریکا متحده ایالات او د هغې متحدین اشغالګران دي، په داسې حال کې چې امریکا  په دې نه ده توانېدلې تر څو افغانان په دې باوري کړي چې ولې باید بهرني پوځیان په دې هیواد کې شتون ولري.پایله داشوه چې د امريکا د متحده ايالتونو د لوړې سطحې تبلیغاتي وسايل د افغانانو د زړونو په ګټلو کې د طالبانو د ارزانه او ساده تخنیکونو په مقابل کې مغلوب شول.

 د ورځپاڼې د راپور له مخې، جانسون د طالبانو د شعرونو، ترانو او مجلو د راټولولو په برخه کې د اووه کلن کار په موده کې دا وموندله چې دا ډله په خپلو تبلیغاتو کې له هغو موضوعاتو څخه استفاده کوي چې د روسانو پر وړاندې د جنګ پر مهال ترې ګټه اخيستل کېدله، دا موضوعات هغه شعارونه او تبلیغاتي پيغامونه وو – لکه له بهرنیو متجاوزینو څخه  خپلواکي، د الله تعالی، هیواد او کورنۍ لپاره قرباني- چې ډېری افغانانو طالبانو او امريکایانو ته له پاملرنې پرته پر هغو باور کاوو.جانسون د طالبانو د شعرونو، شعارونو او په ټولنيزو رسنیو کې د پوسټونو نمونې وړاندې کوي، افغانستان هغه هیواد د ی چې شعر خوښوي او د طالبانو د شعرونو اغېز- لکه د باغ په فراق کې د بلبل فریاد او په داسې نورو بارو کې-  پر کليوالو افغانانو دومره پراخ وو چې د امریکا تبلیغاتي پاڼې د خپل ماموریت په ترسره کولو کې پاته راغلې.

جنرال جانسون چې اووه کاله یې د طالبانو د ترانو او اشعارو په راټولولو لګولي او اوس یې په همدې موضوع کتاب لیکلی وایي چې ترانې د طالبانو په بریا او د امریکا په شکست کې اساسي رول لري. چې خلکو ته په ساده ژبه مهم پیغامونه لیږدوي، د خلکو احساسات پاروي او د د دین او وطن د دفاع جذبه په کې ژوندی کوي.

Poetry of the Taliban

(د طالبانو اشعار) دا کتاب چې څو کاله وړاندې په لندن کې د ( سي هورست) کتاب خپرندویې ادارې لخوا چاپ شوی په انګلیسي ژبه په کې د طالبانو جهادي ترانې او شعرونه راټول شوي دي. الکس اسټریک او  فلیکس کوهن دوه تنه هغه کارپوهان دي چې د طالبانو د تحریک او مبارزې په اړه تحقیقات کوي. د سیاسي چارو دغه دوه متخصصین دې نتیجې ته ورسیدل چې د طالبانو د ښه پیژندلو لپاره باید نړیوال او په خاص ډول غربي دنیا د دوی په ادبیاتو، شعر او ترانو هم ځان پوه کړي. ځکه ترانې او اشعار د عامو طالبانو په روحیاتو ژور اغیز لري او دوی ورسره همیشنی عاطفي تړاو لري.

یادو متخصصینو په دې لړ کې اراده وکړه تر څو د طالبانو هغه جهادي ترانې چې د ناټو او امریکایي اشغالګرو سره د جهاد په مرحله کې ویل شوي دي، راټولې کړې او بیا یې د دوو تنو افغان همکارانو په مرسته له پښتو څخه انګلیسي ته وژباړي. دغه کتاب چې په برتانیه کې چاپ شوی اوس د  نړۍ ګڼو نورو ژبو ته هم ژباړل شوی دی او یو له مشهورو ادبي آثارو ګڼل کیږي.

د دې کتاب له چاپ وروسته یو شمیر کسانو د دې اشعارو په ټولوونکو نیوکې وکړې او هغه یې د طالبانو لپاره په نړیواله کچه غیر مستقیم تبلیغ وباله. خو د کتاب د مصنفینو له ډلې فلیکس کوهن رسنیو ته وویل چې د دوی کار ځکه حیاتي اهمیت لري چې د ناټو او امریکایي ځواکونو پر وړاندې له بریالي مقاومت او سر سخته مقابلې وروسته اوس په نړیواله کچه خلک دې ته تلوسه لري چې طالبان وپيژني او د طالبانو د پیژندلو او د هغوی په احساساتو د ځان پوهولو یوه لاره دا ده چې د هغوی اشعار او ترانې واورو او ځان ورباندې پوه کړو چې دوی څه غواړي او د څه په اړه فکر کوي.

لوړو خبرو ته په پام سره په ټوله کې دا ویلی شو چې جهادي ترانې او اشعار د کفري اشغالګرو په خلاف د روان جهاد یوه ډیره مهمه برخه او د اسلامي ادب یوه نه هیریدونکې پانګه ده. د جهادي ترانو په توسط سره شاعرانو او ترانه ویونکو وکولای شول چې نه یوازې په هیواد دننه اولس او پرګنې د اشغال پر ضد جهاد ته راوپاروي. بلکې په نړیواله کچه یې هم انعکاس وموند تر دې چې د غرب د څیړنو او مطالعاتو مراکز هم اوس ورباندې تحقیقات کوي او د اغیز ارزولو لپاره یې ځانګړي کتابونه لیکي.