کونړ کې د واورې ښویېدنې له امله ۲۰ تنو هیوادوالو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی

کونړ کې د واورې ښویېدنې له امله ۲۰ تنه هیوادوال مړه شوي دي، دا خورا خونړۍ پېښه د یکشنبې په ماښام را منځ ته شوې ده. د معلوماتو له مخې، پېښه د یاد ولایت دانګام ولسوالۍ کې را منځ ته شوې ده، د کونړ د اطلاعاتو و فرهنګ رئیس رسنیو ته د پېښې پر تائید […]

کونړ کې د واورې ښویېدنې له امله ۲۰ تنه هیوادوال مړه شوي دي، دا خورا خونړۍ پېښه د یکشنبې په ماښام را منځ ته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، پېښه د یاد ولایت دانګام ولسوالۍ کې را منځ ته شوې ده، د کونړ د اطلاعاتو و فرهنګ رئیس رسنیو ته د پېښې پر تائید سربېره ویلي، چې تر دا مهاله له واورې د ۱۲ تنو هیوادوالو جسدونه را وېستل شوي دي.

حنیف زیاتوي، چې د ۸ تنو هیوادوالو جسدونه لا هم تر واورو لاندې دي چې د پلټنو او را اېستلو لپاره یې عملیات جریان لري.