نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
کامرون چې د لوېدیځې افریقا اړوند هیواد دی، حکومتي چارواکو یې نن یکشنبه رسنیو ته ویلي، چې ددغه هیواد په پلازمېنه یایوندي کې په یوه نایټ کلب کې د اور لګېدنې له امله ۱۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۸ تنه سخت ټپیان شوي دي. د یاد هیواد د مخابراتو وزارت هم تائیدوي، […]
کامرون چې د لوېدیځې افریقا اړوند هیواد دی، حکومتي چارواکو یې نن یکشنبه رسنیو ته ویلي، چې ددغه هیواد په پلازمېنه یایوندي کې په یوه نایټ کلب کې د اور لګېدنې له امله ۱۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۸ تنه سخت ټپیان شوي دي.
د یاد هیواد د مخابراتو وزارت هم تائیدوي، چې تر دا مهاله د ۱۶ کسانو د وژل کېدو او ۸ کسانو د ټپي کېدو راپورونه تثبیت شوي دي، اور د افریقایي جام سیالو پر مهال په یوه نایټ کلب کې لګېدلی دی.
رسنۍ زیاتوي، چې دغه اور په پلازمینې کې د یوې ودانۍ په لوړ پوړ کې د شپې کلب هغه اصلي تالار سوځولی چېرې به چې د سفارتونو او دیپلوماتانو د استوګنې لخوا کارول کېده.
د معلوماتو له مخې تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی خو یو زیات شمېر خلکو ته یې تلفات اړولي دي، ځایي سرچینې د یوه امنیتي ساتونکي له خولې لیکي، چې اور په خورا چټکۍ سره ولګېده.
د فرانس پریس خبري رسنۍ یو تن خبریال ویلي، چې ګڼ توکي د ودانۍ مخ ته سوځېدلي پراته وو، چې د اور لګېدنې ښکارندویي یې کوله خو د ودانۍ مخې ته کوم زیان نه و رسېدلی.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.