پکتیا، د پوهنې مسئولینو د ډنډ پټان او څمکنيو ولسوالیو د دیني مدارسو له مهتممینو سره غونډه وکړه

د اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسیون ځایي مسئولینو د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او څمکنيو ولسوالیو کې د دیني مدارسو له مهتممینو او منتظیمینوسره ناسته وکړه. غونډه کې د راتلونکي تعلیمي کال  لپاره د لا ښه تنظیم او مدیریت په موخه سلا مشورې وشوې او ګډونوالو خپلې تجربې سره […]

د اسلامي امارت د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کمېسیون ځایي مسئولینو د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او څمکنيو ولسوالیو کې د دیني مدارسو له مهتممینو او منتظیمینوسره ناسته وکړه.

غونډه کې د راتلونکي تعلیمي کال  لپاره د لا ښه تنظیم او مدیریت په موخه سلا مشورې وشوې او ګډونوالو خپلې تجربې سره شريک کړې، همداراز غونډه کې د تېر کال د نیمګړتیاوو د لاملونو په اړه بحث وشو او د حل لارې چارې یې و لټول شوې.

همدا رنګه مهتممینو ته د ښوونې او روزنې کمېسیون اړوند کړنلارې تشریح شوې او په پای کې د غونډې د مهمې اجنډا ( د راتلونکي تعلیمي کال لپاره لازم ترتیبات نيولو) په اړه څو مهمې پرېکړې وشوې.

۵-۶-۲۰۲۰