په دریو اونیو کې د مزدور دښمن لخوا په ملکي خلکو ۵۷ بریدونه شوي، چې ۹۶ تنه هیوادوال يې شهیدان او ټپیان کړي دي

د مسلسلو جنګي جنایتونو په داوم، په تیرو دریو اونیو کې د کابل ادارې د عسکرو لخوا په ملکي هیوادوالو ۵۷ ځلې، بمبارونه، چاپې او بریدونه ترسره شوي دي. په ملکي خلکو دغه لوی او واړه بریدونه، د هیواد په شلو ولایتونو، کاپیسا، کندهار، غزني، زابل، لوګر، کابل، فاریاب، کنړ، کندز، ننګرهار، جوزجان، بدخشان، هلمند، […]

د مسلسلو جنګي جنایتونو په داوم، په تیرو دریو اونیو کې د کابل ادارې د عسکرو لخوا په ملکي هیوادوالو ۵۷ ځلې، بمبارونه، چاپې او بریدونه ترسره شوي دي.
په ملکي خلکو دغه لوی او واړه بریدونه، د هیواد په شلو ولایتونو، کاپیسا، کندهار، غزني، زابل، لوګر، کابل، فاریاب، کنړ، کندز، ننګرهار، جوزجان، بدخشان، هلمند، فراه، خوست، بادغیس، بلخ، هرات، ارزګان او پکتیا کې ترسره شوي چې ملکي خلکوته يې درانه زیانونه اړولي دي.
په یادو حملو کې د سپین ږیرو، ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ تنه ملکيان شهیدان او ۳۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
همدا ډول ۲۸ تنه نور له خپلو کورونو ایستل شوي او بندیان کړل شوي دي.
د یادو بمبارونو، چاپو او توغندويیزو بریدونو له امله ۷۹ بابه د ملکي خلکو کورونه، ۲۵ بابه دوکانونه او ۱ باب مکتب ویجاړ شوي او د خلکو ګڼ شمیر مالونه، مواشي او نور سامانونه هم له منځه وړل شوي دي.
اسلامي امارت دغه وحشتونه په کلکو ټکو غندي، په اړوندو نړیوالو ادارو، او سازمانونو غږ کوي، چې د ملکي خلکو د ژوند په وړاندې د خپل مسئولیت له مخې دغه ډول بریدونه وغندي، څيړنه يې وکړي او د مخنیوي لپاره يې جدي ګامونه پورته کړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۶/۸/۱۴۴۲هـ ق
۳۰/۱۲/۱۳۹۹هـ ش-ـ 2021/3/20م