هارورډ پوهنتون: امریکا کې د وسله والو بریدونو کچه خورا لوړه شوې

د هارورډ پوهنتون څېړنه چې د نومبر په ۹ مه په ژورنال کې خپره شوې راغلي، چې امریکا کې په تېرو ۳۲ کلونو کې د وسله والو بریدونو کچه په بي ساري توګه لوړه شوې، په یاده څېړنه کې راغلي، دمګړۍ په دغه هیواد کې د انفرادي وسله وال کېدو پروسه لا چټکه شوې ده. […]

د هارورډ پوهنتون څېړنه چې د نومبر په ۹ مه په ژورنال کې خپره شوې راغلي، چې امریکا کې په تېرو ۳۲ کلونو کې د وسله والو بریدونو کچه په بي ساري توګه لوړه شوې، په یاده څېړنه کې راغلي، دمګړۍ په دغه هیواد کې د انفرادي وسله وال کېدو پروسه لا چټکه شوې ده.

له وسله والو بریدونو سره همهاله د مرګ ژوبلې کچه هم څو برابره لوړه شوې، خو ویل شوي چې ددغو وسله والو بریدونو په پایله کې د نارینوو په پرتله د مېرمنو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

په یاد څېړنیز راپور کې راغلي، امریکا کې په تېرو ۳۲ کلونو کې له یو میلیون څخه ډېر کسان وژل شوي، د خپاره شوي راپور پر اساس، په دغو وسله والو بریدونو کې په وژل شویو کسانو کې ۱۴ سلنه یې ښځینه او ۴۵ سلنه یې نارینه تشکیلوي.

خو له ۲۰۱۰ میلادي کال را په دېخوا بیا تور پوستې مېرمنې د وسله والو بریدونو هدف ګرځېدلي او په تور پوستو مېرمنو کې دغه کچه درې برابره لوړه شوې ده.

د هارورډ پوهنتون د څېړنیز راپور له مخې، له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې بیا د ټوپک په واسطه د ځان وژنې پېښې دوه برابره ډېرې شوې دي.

کارپوهان وایي، که له یوې خوا د امریکا نفوذ په زیاتېدو دی، خو له بلې خوا په دغه هیواد کې د وسله والو بریدونو د مرګ ژوبلې کچه هم ورسره مخ په زیاتېدو ده.

د هارورډ پوهنتون څېړنیز راپور وړاندي لیکي، امریکا کې د کرونا ویروس د وبا پر مهال په وسله والو بریدونو او ځان وژنو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.