د چیچنیا د جمهور رئیس مرستیال: پردي نشي کولی پر افغانستان حکومت وکړي

د راپورونو له مخې، د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او تجارت سرپرست وزیر ”نور الدین عزیزي“ او مل پلاوي د یکشنبې په ورځ روسیې ته د اقتصادي راوبطو د لا پراختیا په تکل سفر وکړ، تېره ورځ له نوموړي سره په روسیه کې د چیچنیا د جمهور رئیس مرستیال ”آدم سلطانوویچ دیلمخانوف“ او ددغه […]

د راپورونو له مخې، د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او تجارت سرپرست وزیر ”نور الدین عزیزي“ او مل پلاوي د یکشنبې په ورځ روسیې ته د اقتصادي راوبطو د لا پراختیا په تکل سفر وکړ، تېره ورځ له نوموړي سره په روسیه کې د چیچنیا د جمهور رئیس مرستیال ”آدم سلطانوویچ دیلمخانوف“ او ددغه هیواد د پارلمان غړیو لیده، کاته وکړل.

‏د افغانستان او چیچنیا دغو لوړ رتبه پلاوو په افغانستان کې د اشغال پر وړاندې پر جهاد، پر دیني او فرهنګي مشترکاتو او د تجارتي روابطو پر محکموالي خبرې اترې وکړې.

د صنعت او تجارت سرپرست روسیې ته د خپل سفر هدف، له دغه هیواد سره د تجارت پراخوالی او د تجارتي روابطو محکموالی یاد کړ، سربېره پر دې یې د چیچنیا له جمهور رئیس ”احمدوویچ قادروف“ څخه د اسلام مبین دین د ترویج ستاینه او مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان او چیچنیا توانېدلي چې په خورا شهامت او سرلوړۍ د دښمنانو پر وړاندې د مقدس دین له عزت او وقار څخه دفاع وکړي.

د چیچنیا د جمهور رئیس مرستیال وویل، د افغانستان خلکو په تېرو ۴۰ کلونو کې په خورا شهامت او استقامت د اسلام له مبین دین، خپل فرهنګ، هویت او هیواد څخه د سرونو او مالونو په قربانیو دفاع کړې ده او هیڅ متجاوز ته اجازه نه ورکوي چې پر دوی حکمراني وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانانو تېرې ۲۰ کلنې مبارزې دا خبره لا جوته کړه، چې پر افغانانو د پردیو حکومتولي هیڅ امکان نلري.

په پای کې ښاغلي دیلمخانوف نور الدین عزیزي او مل پلاوي ته بلنه ورکړه چې دغه هیواد ته ورشي او د دواړو هیوادونو تر منځ د روابطو د لا ټینګښت په خاطر د چیچنیا له جمهور رئیس ښاغلي قادروف سره وګوري، چې دغه بلنه د نور الدین عزیزي لخوا ومنل شوه.