د میدان وردګو والي د رییس الوزراء له سیاسي مرستیال سره وکتل

د میدان وردګ ولایت والي حافظ محمد امین عمري، د رییس الوزراء له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره، په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. په پیل کې والي عمري له ښاغلي مرستیال سره خپلې کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه شریک کړل؛ ښاغلي والي دوی ته د دغه ولایت امنیتي وضعیت ډاډمن وښود او په خبره […]

د میدان وردګ ولایت والي حافظ محمد امین عمري، د رییس الوزراء له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره، په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې والي عمري له ښاغلي مرستیال سره خپلې کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه شریک کړل؛ ښاغلي والي دوی ته د دغه ولایت امنیتي وضعیت ډاډمن وښود او په خبره یې، ټولې ملکي او نظامي ادارې په پوره همغږۍ سره د خلکو خدمت کوي، چې عام وګړي ترې خوښ دي.

دغه راز والي عمري له ښاغلي مرستیال سره د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې پر شته ستونزو هم، هر اړخیزه خبرې وکړې.

د رییس الوزراء مرستيال مولوي عبدالکبير په میدان وردګ ولایت کې په وروستیو پرمختګونو او ډاډمنې امنيتي فضاء رامنځته کېدو خوښي څرګنده کړه؛ نوموړي د چارو د لاسمون په پار اړینې سپارښتنې وکړې او د ستونزو د هواري په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.