د شېرخان د لومړني ښوونځي ودانۍ د ۷،۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ۱۴۰۰ ښوونیز کال په اوږدو کې د ۷ میلیونه ۶۹۲ زره افغانیو په لګښت د کلیو بیا رغونې، پراختیا وزارت او اقرأ برنامې لخوا د میدان وردګ ولایت، جلریز ولسوالۍ په شېرخان کلي کې د شېرخان نسوان لومړني ښوونځي ودانۍ، چې د رغېدو چارې یې کال وړاندې پیل شوې وې، نن له بشپړېدو وروسته […]

د ۱۴۰۰ ښوونیز کال په اوږدو کې د ۷ میلیونه ۶۹۲ زره افغانیو په لګښت د کلیو بیا رغونې، پراختیا وزارت او اقرأ برنامې لخوا د میدان وردګ ولایت، جلریز ولسوالۍ په شېرخان کلي کې د شېرخان نسوان لومړني ښوونځي ودانۍ، چې د رغېدو چارې یې کال وړاندې پیل شوې وې، نن له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ښوونځي دغه ودانۍ ۱۰ درسي ۲ اداري خونې، یوه حلقه د څښاک د پاکو اوبو څاه، ۵ بابه تشنابونه او تر څنګ یې نورې آسانتیاوې لري.

یاده ودانۍ په یوه وخت د ۵ سوه تنو زده کوونکو لپاره د زده کړې ظرفیت لري، زده کوونکي او د سیمې خلک ځکه زیات خوښ دي، چې راتلونکی کال به د اوړي له سوزانده لمر او د مني له یخنۍ په خوندي چاپېریال کې زده کړې وکړي.