د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور په نوم کتاب چاپ شو

د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله په نوم کتاب پر ښه سپین کاغذ، ښلکي صحافت په ۳۳۰ مخونو کې په مجلد شکل چاپ شو. کتاب داسلامي امارت دفرهنګي کمیسیون دتالیف او ترجمې څانګې چاپ او خپور کړی. همدا کتاب دمنصور صاحب دشخصیت، زعامت او کارنامو په اړه لومړنی او خورا ارزښتمن کتاب […]

د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله په نوم کتاب پر ښه سپین کاغذ، ښلکي صحافت په ۳۳۰ مخونو کې په مجلد شکل چاپ شو.

کتاب داسلامي امارت دفرهنګي کمیسیون دتالیف او ترجمې څانګې چاپ او خپور کړی.

همدا کتاب دمنصور صاحب دشخصیت، زعامت او کارنامو په اړه لومړنی او خورا ارزښتمن کتاب دی.

په همدغه کتاب کې دمنصور صاحب په اړه دبېلابیلو عالمانو، څېړونکو او لیکوالو لیکنې، څېړنې او تاثرات راټول شوي دي.

دکتاب لوست دمنصور صاحب دڅو بعدیز شخصیت په پېژندنه کې موثر واقع کیدای شي.نو لوست یې خورا اړین او ګټور دی.

دهمدې کتاب د لا ښه پېژندنې لپاره یې په سریزه کې لولو:

درنو لوستونکو ستاسو په لاس کې کتاب دشهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شخصیت، زعامت او کارنامو په اړه د بېلابیلو عالمانو، سیاسي څېړونکو او لیکوالانو پرتاثراتو، خاطرو، څېړنو او ارزونو مشتمل دی.

موږ دخپلو اسلافو، مشاهیرو او غازیانو دژوند او کارنامو په اړه یا خو څه لیکلي نه دي اوکه مو لږ څه لیکلي، نو خلکو ته په رسولو کې یې موفق شوي نه یو. زموږ له همدې تشې څخه دښمن سوء استفاده کړې، دتاریخي اوتحقیقي څېړنو په عنوان یې زموږ دنومیالیو دشخصیت او کارنامو په اړه د یوه مثبت ټکي سره لس تورونه او تهمتونه یو ځای کړي. زموږ داسلافو زرینې کانامې یې دتعصب او دښمنۍ له زاویو داسې سپړلې چې لوستونکي په ځانګړي ډول ځوان کهول د خپلو اتلانو پر شهکارونوسرچپه قضاوت ته هڅوي.

موږ دهمدې خلا د ډکولو د یوې وړې هڅې په توګه دصلیبي یرغل پر ضد دروان سپېڅلې مقاومت د دوهم رهبر اتل شهیدملا اختر محمد منصور صاحب دخدمتونو او ژوند په اړه همدغه ټولګه ترتیب کړه.

دغه کتاب دمنصور صاحب تاریخ نه دی، خو بې له شکه چې په منصور پیژندنه اوتاریخ لیکلوکې به یې مرستندوی واقع شي. مؤرخین او محققین په همدغه اثر کې دمنصور صاحب دشخصیت او کارنامو په اړه کره معلومات او دخپل وخت د پوهانو او څېړونکو تاثرات، معلومات او شننې موندلی شي.

دکتاب زیات مواد په مختلفو ویب پاڼو او مجلو کې د پلټنې په واسطه تر لاسه شوي او په کتاب کې د سایټونو دنشر له تاریخ سره سم اوډل شوي دي. مثلا کوم مطالب چې د۲۰۱۶\۵\۲۵مه، یا ۲۶مه او یا۲۷مه په کومه پاڼه کې خپاره شوي په هماغه ترتیب په کتاب کې هم ځای شوي.

ددې کتاب لیکوالان دافغانستان او نړۍ په بېلابیلو سیمو او ښارونو کې اوسي، دامنیتي ملحوظاتو له امله یې لیکنې په مستعار نومونو خپرې کړې دي. موږ هم دا غوره وبلله چې دبیان او مطبوعاتو په حاکم یو طرفه او ظالمانه سانسور کې دهمدې قدرمنو لیکوالو مستعارو او فرعي نومونو ته ترجیح ورکړو.

کتاب دشهید امیرالمؤمنین تقبله الله له ژوند لیک پرته پر لاندې برخو ویشل شوی دی:

دکتاب په لومړي څپرکي کې دشهید امیرالمؤمنین ویناوې، پیغامونه، داسلامي امارت اعلامیې، د شهید منصور صاحب دخدمتونو او شهادت په اړه دمشرتابه بیانونه او تاثرات اوډل شوي دي.

په دوهم څپرکي کې دشهید امیرالمؤمنین د زعامت او کارنامو او دجهادي صف دوحدت په اړه د بیلابیلو عالمانو، شنونکو او قلموالو تاثرات، شننې او څېړنې رایوځای شوې دي.

په دریم څپرکي کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور  دشخصیت، کارنامو او شهادت په اړه د بېلابېلو عالمانو او لیکوالو تاثرات، خاطرې، څېړنې او ارزونې دي.

په څلورم څپرکي کې دمنصور صاحب دشهادت دلومړي تلین په مناسبت لیکل شوې مقالې اوتبصرې را ټولې شوې دي.

او په پنځم څپرکي کې د شهید امیرالمؤمنین  د شهادت ددوهم تلین په مهال دلیکوالانو او څېړونکو له خوا وړاندي شوي نظریات او معلومات راغونډ شوي دي.

په دې هیله چې الله تعالی همدغه کتاب راڅخه قبول کړي او دلوستونکو داستفادې وړ یې وګرځوي.

د کتاب ترتیب کونکی : سید شریف

کتاب له دغه ځای څخه ښکته کړئ