نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون، د جنوب غرب حوزي رياست، په تيرو څو ورځو کې، خپل اړونده د پنځلسو ولايتونو، مسئولينو او مرستيالانوته، يو لنډ مهاله ښونيزسمينار، داير او ترسره کړ. ياد سمينار، چې د دې کميسيون، د جنوب غرب حوزي مسئول محترم مفتي لطيف الله حکيمي […]
د افغانستان اسلامي امارت د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون، د جنوب غرب حوزي رياست، په تيرو څو ورځو کې، خپل اړونده د پنځلسو ولايتونو، مسئولينو او مرستيالانوته، يو لنډ مهاله ښونيزسمينار، داير او ترسره کړ. ياد سمينار، چې د دې کميسيون، د جنوب غرب حوزي مسئول محترم مفتي لطيف الله حکيمي صاحب، په مشرۍ داير شوی وو، د دې کميسيون ګڼو اعضاوو او د اړيکو د عمومي نمائنده ګۍ مسئول، معاوين او نورو کارکونکو، پکې ګډون درلود، لومړی ورځ د يوتن ولايتي رئيس لخوا د قرآن عظيم شان د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره سمينارپيل شو. پيل څخه وروسته د دې کميسيون د څوتنو اعضاوو او ټاکل شوي استادانو له لوري د مجلس ګډونوالوته، د ياد سمينار د اهميت او د مسئوليتونو په اړه، هراړخيزه او عالمانه ويناوي وشوي. د ټاکل شوي مهالويش پر اساس نوموړی سمينار شپږ ورځې دوام وکړ، چې پکې د دې کميسيون کاري طرزالعمل، ادارې زده کړې، له عام ولس سره چلند او نور ضروري او اړونده، موضوع ګانې د مجربو استادانو له لوري، ولايتي رئيسانو او معاوينينوته روښانه او وښودل شوې. همداراز د هري ورځې په پای کې به د سيمې د يوتن مشهور، جيدعالم له لوري د سمينار، ټولو ګډونوالوته، په زړه پورې يوساعته اصلاحي بيان کيده. د يادولو ده، چې د دې کميسيون فعاليتونه ډيرمهم او په يو نظام کې د بدن د يوې مهمې عضوي حيثيت لري؛ نو د دې کميسيون محترم مسئول، وپتيله، چې ولايتي مسئولينوته له نيږدې او د دوی د فعاليت اړونده روزنه ورکړل شي، ترڅو په کارونو کې د لا ښه والي او پرمختګ سبب شي، همداشان د پاتې ولايتونو لپاره هم ورته پرګرام په نظرکې لري.
د افغانستان اسلامي امارت د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون ۸/۷/۱۴۴۱هـ ق ۱۳/۱۲/۱۳۹۸هـ ش 2020/03/03م
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.