د روسیې د پوځ په یوه روزنیز مرکز وسله وال برید ګڼه مرګ ژوبله اړولې

د روسیې د پوځ په یوه روزنیز مرکز وسله وال برید تر سره شوی چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ تنه ټپیان شوي دي، چې وروسته روغتونونو ته لېږدول شوي دي، دا خونړۍ پېښه له اوکراین سره پر پوله د روسیې بګراد سیمه کې را منځ ته شوې […]

د روسیې د پوځ په یوه روزنیز مرکز وسله وال برید تر سره شوی چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ تنه ټپیان شوي دي، چې وروسته روغتونونو ته لېږدول شوي دي، دا خونړۍ پېښه له اوکراین سره پر پوله د روسیې بګراد سیمه کې را منځ ته شوې ده.

د روسیې دولتي رسنیو ویلي، وسله وال برید د دوو کسانو لخوا تر سره شوی، چې ګومان کیږي د پخواني شوروي اتحاد د یوه جمهوریت اتباع دي، دغو دوو تنو وسله والو پر هغو کسانو برید تر سره کړی چې اوکراین کې د جنګېدو لپاره داوطلب شوي وو.

د روسیې خبري سرچینې وایي، چې وسله وال بریدګر په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي، بلخوا د روسیې دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، وسله والو برید کوونکو د وړو وسلو په مرسته پر هغه پرسونل برید کړی چې په خپله خوښه یې د اوکراین د جګړې لپاره لېوالتیا ښودلې وه.

دا پېښه پر داسې مهال را منځ ته کیږي چې یوه میاشت وړاندې ولادیمیر پوتین د ۳۰۰ زره کسیز ځواک د منسجم کېدو امر کړی وو، نوموړی ځواک له هغو کسانو جوړیږي چې پخوا یې اجباري عسکري خدمتونه تر سره کړي دي.