د ترکیې ۶ ټنه مرسته شوي توکي کابل ته را ورسېدل

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ”انعام الله سمنګاني“ په خپله رسمي ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې د ترکیې نړیوالې نیلي میاشتې مرستندویه ادارې اړوند ۶ ټنه مرسته شوي توکي کابل ته را ورسېدل. سمنګاني زیاتوي، چې په دغو توکو کې ژمنۍ جامي او خوراکي توکي شامل دي، دغه مرستې د نیلي میاشتې ادارې استازي […]

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ”انعام الله سمنګاني“ په خپله رسمي ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې د ترکیې نړیوالې نیلي میاشتې مرستندویه ادارې اړوند ۶ ټنه مرسته شوي توکي کابل ته را ورسېدل.

سمنګاني زیاتوي، چې په دغو توکو کې ژمنۍ جامي او خوراکي توکي شامل دي، دغه مرستې د نیلي میاشتې ادارې استازي لخوا سرې میاشتې ته وسبارل شوې، چې د دواړو ادارو په هماهنګۍ سره به پر مستحقو هیوادوالو ووېشل شي.

دا مرستې په داسې مهال هیواد ته رارسیږی چې دوه ورځې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي و، چې غواړي د افغانستان له وګړو سره د ۷۰۰ ټنو په اندازه د خوراکي او البسي توکو مرسته وکړي.