د برېتانیا لومړۍ وزیرې د فشارونو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه

د برېتانیا لومړۍ وزیرې ”لیز ټرس“ له ۴۵ ورځو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، پر نوموړې له هغه وروسته د خپل ګوند او ولسي وګړو له لوري فشارونه ډېر شول چې د اقتصادي ودې لپاره یې نوې تګلاره اعلان کړه. د یادونې وړ ده چې د دغې تګلارې له امله د سود کچه په […]

د برېتانیا لومړۍ وزیرې ”لیز ټرس“ له ۴۵ ورځو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه، پر نوموړې له هغه وروسته د خپل ګوند او ولسي وګړو له لوري فشارونه ډېر شول چې د اقتصادي ودې لپاره یې نوې تګلاره اعلان کړه.

د یادونې وړ ده چې د دغې تګلارې له امله د سود کچه په کمساري توګه لوړه او د پونډ ارزښت هم ولوېده، اغلې ټرس د یادو فشارونو له کبله د واکمن ګوند له مشرۍ هم استعفا کړې ده.

اغلې ټرس په یوه وړوکي پیغام کې څرګنده کړې، هغه ماموریت چې ولس سره مې ژمنه کړې وه، نشم پلي کولی؛ له همدې امله له خپلې را سپارل شوې دندې څخه استعفا ورکوم.

د یادونې وړ ده چې د یادې چوکۍ لپاره به په دغه هیواد کې له سره ټاکنې وشي، ښایي دغه پروسه یوه اونۍ په بر کې ونیسي چې تر هغو به د یاد ماموریت چارې ”لیز ټرس“ پر مخ وړي.

دا د برېتانیا په تاریخ کې تر ټولو د لږې مودې لومړۍ وزیره ده چې یوازې ۴۵ ورځې په واک کې پاتې شوه او هغه مهال یې له واکه استعفا وکړه چې په کړو ژمنو کې پاتې راغله.