د استسقاء د لمانځه په اړه ملت ته د اسلامي امارت د مقام سپارښتنه

سره له دې چې ژمی تر نیمايي اوښتی، مګر په هیواد کې بارانونه او واورې تر اوسه نه دي اوریدلي، د خلکو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخ دی، څاروي وږي دي، فصلونه او ګیاوې هم متضررې شوی دي. د دې لپاره چې الله تعالی جل جلاله پرموږ خپل رحمت وکړي، بارانونه واوري، د خلکو […]

سره له دې چې ژمی تر نیمايي اوښتی، مګر په هیواد کې بارانونه او واورې تر اوسه نه دي اوریدلي، د خلکو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخ دی، څاروي وږي دي، فصلونه او ګیاوې هم متضررې شوی دي.
د دې لپاره چې الله تعالی جل جلاله پرموږ خپل رحمت وکړي، بارانونه واوري، د خلکو ستونزې حل شي او د رحمت اورښتونه وشي، لازمه ده چې ټول مسلمان ملت مو په مشترک ډول د استسقاء لمونځونه اداکړي، له الله تعالی څخه د ګناهونو معافي او د بارانونو نزول وغواړي او خپله عاجزي الله تعالی ته وړاندې کړي.
د دې لپاره چې دغه سپارښتنه ټولو هیوادوالو ته رسیدلې وي، علماء کرام، خطیبان، د مساجدو ملاامامان، صالحین او مجاهدین دې د دغه کار په ځانګړي ډول اهتمام وکړي، جهادي مسئولین په ځانګړي ډول د ارشاد او دعوت کمیسیون مسئولین دې د استسقاء په اړه له خلکو سره په تماس کې شي، اوپه ښه چاپیریال کې دې له الله تعالی څخه د رحمت د بارانونو غوښتنه وکړي.
الله تعالی دې زموږ او تاسو ټول مشکلات راته حل کړي او د رحمت په نزول سره دې زموږ هیواد آباد او سمسور کړي. آمین یارب العلمین

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام
۱۴۴۲/۶/۲۵هـ ق
۱۳۹۹/۱۱/۱۹هـ ش ــ2120/2/7م