دایکنډي: ګېزاب ولسوالۍ کې دوه بابه دیني مدرسې پرانیستل شوې.

د دایکنډي ولایت څخه د پوهنې مسئولینو په را استول شوي راپور کې ویلي، چې د دې ولایت د ګېزاب ولسوالۍ اړوند رباط سیمه کې یو باب دیني مدرسه د (جامعه محمدیه) په نوم پرانېستل شوه. همدا راز د یادې ولسوالۍ اړوند دښت مالېزو په سیمه کې هم یو باب دیني مدرسه د (جامعه ربانیه) […]

د دایکنډي ولایت څخه د پوهنې مسئولینو په را استول شوي راپور کې ویلي، چې د دې ولایت د ګېزاب ولسوالۍ اړوند رباط سیمه کې یو باب دیني مدرسه د (جامعه محمدیه) په نوم پرانېستل شوه.

همدا راز د یادې ولسوالۍ اړوند دښت مالېزو په سیمه کې هم یو باب دیني مدرسه د (جامعه ربانیه) په نوم افتتاح شوه.

يادې مدرسې د پوهنې مسئولينو په زيار او هڅو او د ولسي خلکو په نه هېرېدونکو همکاریو سره پرانیستل شوې او تمه ده چې د همدې سیمې د عامو خلکو په مالي لګښت به تمویلیږي.

د یادونې وړ ده، چې یادې سیمي تازه دکابل ادارې له شریرو ځواکونو څخه د اسلامي امارت اړوند مجاهدینو فتحه کړي دي.

د پرانیستلو مراسم په جلا جلا وختونو کې له معمول سره سم، د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاوو په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

۲۰۲۰/۱۲/۲۳