امریکا: ویرجینیا ایالت کې پر یوه پوهنتون وسله وال برید تر سره شوی

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو پر بنسټ د امریکا متحده ایالتونو په ویرجینیا ایالت کې پر یوه پوهنتون وسله وال برید تر سره شوی چې مرګ ژوبله هم لري. د ځایي امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، پېښه د یاد ایالت په ”شارلوتزویل“ سیمه کې د یوه پوهنتون په مرکزي ودانۍ کې را منځ […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو پر بنسټ د امریکا متحده ایالتونو په ویرجینیا ایالت کې پر یوه پوهنتون وسله وال برید تر سره شوی چې مرګ ژوبله هم لري.

د ځایي امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، پېښه د یاد ایالت په ”شارلوتزویل“ سیمه کې د یوه پوهنتون په مرکزي ودانۍ کې را منځ ته شوې ده.

ددې خونړي وسله وال برید په پایله کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي، امنیتي ځواکونو رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي، چې دغه برید د یوه محصل له لوري تر سره شوی چې د نوموړي د نیولو لپاره هڅې دوام لري.

د برید کوونکي په نیولو کې تر دا مهاله د امریکا امنیتي ځواکونه پاتې راغلي، خو د ”شارلوتزویل“ سیمه ییزو پولیسو د برید کوونکي هویت او انځورونه اعلان کړي او له خلکو یې غوښتنه کړې، چې د نوموړي بریدګر په نیولو کې ورسره همکاري وکړي.

ویل کیږي برید د ”کرستوفر درنیل جان“ لخوا تر سره شوی دی، خو تر اوسه یې د برید موخه نه ده څرګنده شوې، خو له کلونو راهیسې په امریکا کې د وسلو ازادي د سلګونو خلکو ژوند اخیستی او د امریکا واکداران نشي کولی د وسلو حمل و نقل کنټرول کړي.