نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د یو، ایس، اې ټوډې رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د پوځي لارۍ چپه کېدو پېښه کې د سمندري ځواکونو اړوند ۱۷ تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، د معلوماتو پر بنسټ د سمندري ځواکونو څخه دوه تنه یې ځای پر ځای مړه شوي او ۱۵ تنه یې […]
د یو، ایس، اې ټوډې رسنۍ د راپور له مخې، د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د پوځي لارۍ چپه کېدو پېښه کې د سمندري ځواکونو اړوند ۱۷ تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، د معلوماتو پر بنسټ د سمندري ځواکونو څخه دوه تنه یې ځای پر ځای مړه شوي او ۱۵ تنه یې ټپیان شوي دي.
ځایي سرچینو ویلي، دغه خونړۍ پېښه د شمالي کارولینا ایالت اړوند ”جیکسون ویل“ ښار کې د پوځي لارۍ د چپه کېدو له امله را منځ ته شوې ده، چې ۱۷ تنو سمندري ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ایالت پولیسو بیا ویلي، چې دغه مرګانۍ پېښه هغه مهال را منځ ته شوه کله چې د سمندري ځواکونو موټر د کارولینا ایالت لویې لارې ته داخلېده.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه سمندري ځواکونه د دویم سمندري لوجستیک ګروپ غړي وو، چې د پېښې ځای ته نږدې په لیجن کمپ کې مېشت وو.
د لیجن کمپ د شمالي کارولینا په جنوب ختیځ کې د اقیانوس اطلس ساحل په اوږدو کې موقعیت لري او له ۳۰ څخه ډېر سرتیري پکې ځای پر ځای شوي دي.
د کارولینا ایالت پولیسو ددې پېښې په اړه څېړنې پیل کړي تر څو یې لامل په ګوته کړي، هطره دې نه وي چې یاد پوځي موټر ۷ ټنه وزن لري چې د پوځي سرتېرو او د روغتیایي توکو په انتقال کې ترې استفاده کیږي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.