اروپایي هیوادونو کې د تودوخې کچه لوړه شوې او ګڼو ځنګلونو اور اخیستی

اروپایي هیوادونو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د تودوخې کچه لوړه شوې او ګڼو ځنګلونو اور اخیستی دی، چې له امله یې زرګونه هکتاره ځمکه سوځېدلې ده. برېتانیا د اروپایي هیوادونو تر ټولو ګرم هیواد بلل شوی، چې اوسمهال پکې د حرارت درجه ۴۱ سانتي ګراد ته رسېدلې، د ګرمۍ د شدت له امله […]

اروپایي هیوادونو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د تودوخې کچه لوړه شوې او ګڼو ځنګلونو اور اخیستی دی، چې له امله یې زرګونه هکتاره ځمکه سوځېدلې ده.

برېتانیا د اروپایي هیوادونو تر ټولو ګرم هیواد بلل شوی، چې اوسمهال پکې د حرارت درجه ۴۱ سانتي ګراد ته رسېدلې، د ګرمۍ د شدت له امله په ځنګلونو کې طبعي اور لګېدنه را منځ ته شوې او ګڼ ځنګلونه یې سوځولي دي.

فرانسې، پرتګال، هسپانیې، یونان او کروشیا کې په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله زرګونه وګړي له خپلو استوګنځایونو څخه کوچېدلي او خوندي سیمو ته تللي دي، د یادونې وړ ده چې دا مهال پرتګال کې ۷۵ هکتاره او فرانسې کې ۲۲ هکتاره ځمکه د اور تر سوځوونکو لمبو لاندې ده.

بلخوا د برېتانیا د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ تر ټولو ګرمه بللې، یادې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې له اړتیا پرته له خپلو کورونو څخه را و نه وځي او یخو ځایونو کې پاتې شي.