سرپل: کوهستانات ولسوالۍ کې د یو باب ديني مدرسې پرانیسته وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د تعليم او تربيې د مسئولينو په نه ستړي کېدونکو هڅو او د سيمي د مخلصو هېوادوالو په مرسته دسرپل ولایت کوهستانات ولسوالۍ اړوند د سردري په سيمه کې یو باب دیني مدرسه د دار العلوم حضرت (امام ابوحنیفه ) رحمه الله په نوم پرانیستل شوه. پرانیست غونډه کې چې د […]

د افغانستان اسلامي امارت د تعليم او تربيې د مسئولينو په نه ستړي کېدونکو هڅو او د سيمي د مخلصو هېوادوالو په مرسته دسرپل ولایت کوهستانات ولسوالۍ اړوند د سردري په سيمه کې یو باب دیني مدرسه د دار العلوم حضرت (امام ابوحنیفه ) رحمه الله په نوم پرانیستل شوه.

پرانیست غونډه کې چې د تعليم او تربيې په ځايي مسئولينو سربېره د سیمې علماء کرا مو، ملکي مسئولينو او عامو مسلمانانو ګډون کړی وو، په یادې پرانیست غونډه کې علماء کرامو د دیني زده کړو په ارزښت او اړتیا ګډونوالو ته په زړه پوري ويناوې وکړې.

د یادونې وړ ده چې په لومړی ورځ ۳۰۰ درې سوه تنوشاګردانو د داخلې لپاره خپل نومونه ثبت کړل.

له معمول سره سم د یادې افتتاحیه غونډې مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په کولو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۱/۱/۱۴