د عراق په پلازمېنه بغداد کې دوو پرلپسې چاودنو ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د الجزیرې د راپور له مخې، د عراق په پلازمینه بغداد اړوند الطیران سیمه کې دوو غبرګو چاودنو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. السومریه خبري رسنۍ د یوې امنیتي سرچینې له قوله لیکلي، چې د یادوو چاودنو له امله ۵ تنه وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي. بلخوا دجله خبري رسنۍ […]

د الجزیرې د راپور له مخې، د عراق په پلازمینه بغداد اړوند الطیران سیمه کې دوو غبرګو چاودنو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

السومریه خبري رسنۍ د یوې امنیتي سرچینې له قوله لیکلي، چې د یادوو چاودنو له امله ۵ تنه وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.

بلخوا دجله خبري رسنۍ په لومړي سر کې د دغو چاودنو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۸ او د ټپیانو شمېر یې ۱۵ یاد کړی وو، خو وروسته یې د یوې امنیتي سرچینې په حواله لیکلي، چې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ تنو او د ټپیانو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شوی دی.

خو ټي آر ټي ترکي رسنۍ وایي، چې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ تنو ته رسېدلی دی، دا چې چاودنې د ګڼه ګوڼې په سیمه کې شوي، ممکن د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي.

د سکای نیوز د راپور پر بنسټ، دغه چاودنې د بغداد په بېوزله سیمه کې را منځته شوي، چېرته چې هیڅ دولتي او امنیتي تاسیسات نه لیدل کیږي، سکای نیوز وایي، له لومړۍ چاودنې وروسته یو شمېر امنیتي کسان د پېښې ځای ته رسېدلي، چې همهاله دویمه چاودنه هم تر سره شوې ده، یاده سرچینه زیاتوي چې ۲۱ کسان وژل شوي او ۴۴ کسان نور بیا ټپیان دي.