بغلان، ښوونکو درژیم په خلاف مظاهره کړې او دبامیانو لاره یې بنده کړې

دبغلان ولایت دتاله اوبرفک ولسوالۍ ښوونکو دتنخوا دنه ورکولو له امله درژیم په خلاف مظاهره کړې ده او دبامیانو لاره يې تړلې ده. ښوونکو چي شمېر يې تل سلو تنو اوښت نن دتاله او فربک ولسوالۍ په مرکز کي مظاهره وکړه، ښوونکو ویل، چي دلړم او ليندۍ میاشتو تنخواوي نه دي ورکړل شوي او نه […]

دبغلان ولایت دتاله اوبرفک ولسوالۍ ښوونکو دتنخوا دنه ورکولو له امله درژیم په خلاف مظاهره کړې ده او دبامیانو لاره يې تړلې ده.

ښوونکو چي شمېر يې تل سلو تنو اوښت نن دتاله او فربک ولسوالۍ په مرکز کي مظاهره وکړه، ښوونکو ویل، چي دلړم او ليندۍ میاشتو تنخواوي نه دي ورکړل شوي او نه دتیر یوه کال امتیازات ورکړل شوي دي.

ښوونکو ویلي، چي درژیم اړوند دبغلان دپوهني دریاست له لوري ورته امتیازات چي اضافه کاري پکي شامله ده نه دي ورکړل شوي.

معترضو ښوونکو دمعاشونو دژر ترژره ورکولو غوښتنه کوله او دهغوچارواکو دلري کولو غوښتنه یې کوله، چي ددوی معاشونه يې پټ کړي دي.

تاله اوبرفک ولسوالۍ دبغلان ولایت له لري پرتو ولسوالیو څخه یوه ولسوالۍ ده، چي له بامیان ولايت سره پوله لري.

دبامیان ولایت او دپروان دغوربند لاري په تاله اوبرفک ولسوالۍ تیري شوي دي.

دالومړی ځل نه دی، چي دښوونکو معاشونه دکابل رژیم نه ورکوي، بلکه تردې وړاندي هم ښوونکو ته معاشونه یا له سر ورکول شوي نه دي اویاکه ورکول شوي وي هغه اربکیانو ورڅخه وړي دي، دپکتيکاولایت دځینو سیموښوونکو پنځه میاشتي وړاندي شکایت وکړ، چي ددوی ټول معاشونه اربکیان دپوهني له ریاست څخه باسي او دوی ته یوه پیسه هم نه ورکوي.

په ښوونکو برسېره زرګونه پولیسو ته هم تنخواوي نه دي ورکړل شوي، چي دکابل، هرات او جلال اباد په ګډون دځینو ولاتیونو پولیسو دکابل رژیم ته په دې اړه ګواښونه هم کړي دي او دمعاشونو دنه ورکړي له امله يې درژیم په خلاف مظاهرې هم کړي دي.

داپه داسي حال کي ده، چي درواني میاشتي په لومړیو کي د کابل درژیم اړند دماليې وزارت وویل، چي دوی نور دخپلو کارکونکو اوخپلو ادارو لپاره لګښت نه لري او که نړیوال مرسته ورسره ونه کړي، نو درژیم دکارکونکو معاشونه به ورنه کړای شي.