‏کونړ: په سلګونو میله سپکې او درنې وسلې راټولې او اړوند کمیسیون ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) کونړ ولایت وټه پور، مرکز اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالیو دلګی مشرانو او ولسي خلکو له خوا ۶۳۶ میله سپکې او درنې وسلې، ۲۵ عرادې وسایط او لسګونه زره فیره مهمات د ا.ا د وسلو او وسایطو راټولولو ګډ کمېسیون ته وسپارل شوې چې اړوند امنیتي ارګانونو ته به ورکړل شي. […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) کونړ ولایت وټه پور، مرکز اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالیو دلګی مشرانو او ولسي خلکو له خوا ۶۳۶ میله سپکې او درنې وسلې، ۲۵ عرادې وسایط او لسګونه زره فیره مهمات د ا.ا د وسلو او وسایطو راټولولو ګډ کمېسیون ته وسپارل شوې چې اړوند امنیتي ارګانونو ته به ورکړل شي.

د خالد بن ولید رض قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي د څرګندونو پر مهال د بیت المال په تحفظ د ټینګار کولو ترڅنګ له خلکو وغوښتل چې پرته له ځنډ ټول هغه نظامي وسایل، وسایط، وسلې او مهمات چې په غیرې قانوني توګه یې له ځان سره ساتلي کمېسیون ته وسپاري.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحق حقاني هم د څرګندونو پر مهال مجاهدینو او ولسي خلکو مننه وکړه چې دغه نظامي وسلې یې د بیت المال امانت په توګه ساتلي او کمېسیون ته یې وسپارلې.