کونړ: نورګل ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته د ښارګوټي جوړېدو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۳) د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې تر څارنې لاندې د DRCـ  ډنمارک کډوالو نړیوالې شورا په مالي ملاتړ د ۸۰ کورنیو لپاره په څلور څلور بیسوې ځمکه کې د دریو خونو لرونکو کورونو جوړېدو چارې پیل شوې چې د هر کور په جوړیدو به ۲۰۵۰۰۰ افغانۍ ولګول شي. […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۳) د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې تر څارنې لاندې د DRCـ  ډنمارک کډوالو نړیوالې شورا په مالي ملاتړ د ۸۰ کورنیو لپاره په څلور څلور بیسوې ځمکه کې د دریو خونو لرونکو کورونو جوړېدو چارې پیل شوې چې د هر کور په جوړیدو به ۲۰۵۰۰۰ افغانۍ ولګول شي.

نوموړي وویل، یاده موسیسه په پام کې لري چې د دغو کورنیو سره د ژمنیو توکو رانیولو لپاره هر فامیل سره د ۱۷۵۰۰ افغانیو نغدي مرستې هم ترسره کړي.
هغه زیاته کړه د سنبلې په میاشت کې شوې زلزلې له امله د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې خلکو ته سخت زیانونه اوښتي وو، چې د نورو موسیسو ترڅنګ  DRC موسیسې له خوا ۷۵۰ کورنیو سره، في کورنۍ ۲۸۵۰۰ اته ويشت نيم زره افغانیو نغدي مرسته شوې وه.