کونړ: دانګام ولسوالۍ کې یو فرعي روغتیايي مرکز پرانیستل شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د عامې روغتیا وزارت له خوا د روغتیایي خدمتونو پراختیا په پار د PU-AMI موسیسې په مالي مټ د ۶۲۵۰۰۰ افغانیو په لګښت د دانګام ولسوالۍ په ګوریګا کلي کې فرعي روغتیا مرکز پرانیستل شو، چې پر مټ به یې د نږدې کلیو ۷۰۰۰ خلکو ته د روغتیایي خدمتونو اسانتیاوې رامنځته […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د عامې روغتیا وزارت له خوا د روغتیایي خدمتونو پراختیا په پار د PU-AMI موسیسې په مالي مټ د ۶۲۵۰۰۰ افغانیو په لګښت د دانګام ولسوالۍ په ګوریګا کلي کې فرعي روغتیا مرکز پرانیستل شو، چې پر مټ به یې د نږدې کلیو ۷۰۰۰ خلکو ته د روغتیایي خدمتونو اسانتیاوې رامنځته شي.
د کونړ روغتیا رییس وویل، ((روغتیایي خدمتونو ته ژمن یو او  هغو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کوو، چې د خدماتو بې برخې وې))
هغه وویل د دانګام ولسوالۍ سربېره یې څو نورو ولسوالیو کې هم شپږ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي چې پرمټ یې ضروتمندو خلکو ته روغتیایي اسانتیاوې رامنځته شوي دي.