کندهار: ژړۍ ولسوالۍ کي د آس ځغلونې سیالۍ ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۵) نن د جمعې په ورځ د کندهار د ژړۍ په سنځري سیمه کي د ۳۵ آس ځغلونکو لوبغاړو ترمنځ د آس ځغلوني د لوبغالي د افتتاح لپاره د آس ځغلوني نمایشي لوبه ترسره شوه. د کندهار د سپورټ او بدني روزني رئیس حاجي محمودآغا بشر وویل، د یادو لوبو څخه یې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۵) نن د جمعې په ورځ د کندهار د ژړۍ په سنځري سیمه کي د ۳۵ آس ځغلونکو لوبغاړو ترمنځ د آس ځغلوني د لوبغالي د افتتاح لپاره د آس ځغلوني نمایشي لوبه ترسره شوه.

د کندهار د سپورټ او بدني روزني رئیس حاجي محمودآغا بشر وویل، د یادو لوبو څخه یې موخه د کندهار منتخبي لوبډلي ته د آس ځغلوني، نېزه بازۍ او بزکشۍ د لوبغاړو انتخابول دي، چي په نژدې راتلونکي کي به دا ډول لوبي ترسره شي.

د لوبي له پای ته رسېدو سره سم د آس ځغلوني لومړي مقام او دوهم مقام ګټونکو لوبغاړو ته د مسؤلینو له لوري جازې ورکړل سوې.