کندهار: سلګونه تنه پولیس له نظامي زدکړو فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۲) نن ورځ د کندهار د اسلامي او ملي پولیسو په ښوونیز او روزنیز مرکز کي د ۳۸۰ تنو ملي پولیسو په فراغت غونډه تر سره شوه، چي پرمهال یې د کورنیو چارو سرپرست وزیر (الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني) او یو شمیر ولایتي مسؤلینو ګډون درلوده.. یاد مراسم چي د قرآن […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۲) نن ورځ د کندهار د اسلامي او ملي پولیسو په ښوونیز او روزنیز مرکز کي د ۳۸۰ تنو ملي پولیسو په فراغت غونډه تر سره شوه، چي پرمهال یې د کورنیو چارو سرپرست وزیر (الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني) او یو شمیر ولایتي مسؤلینو ګډون درلوده..
یاد مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل شول، په پيل کي ټولو فارغ شویو ملي پولیسو خپل ټول زده‌کړي نظامي حرکات او نمایشات مسئولینو ته وښوودل، چي د مسئولینو د تود هرکلي سره مخ سول او ټولو مسئولینو ډېره خوښي وښودله، چي د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه په مسلکي ډول روزل کیږي او وروسته عملاً په مسلکي ډول ولس ته خدمت کوي.

ورپسې الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني وویل؛ کندهار د یاغي امپراطوریو په مقابل کي اتلان پیداکړل، چي احمدشاه‌بابا، میرویس خان نیکه، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد «رحمه الله»، امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور «تقبله الله» او عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله دي او دا د الله جل‌جلاله یوه لویه پېرزوینه ده، چي د اسلامي قیادت پيل او د مسلمانانو د اتفاق او وحدت کور یې کندهار ګرځولی.

خلیفه سراج‌الدین حقاني زیاته کړه؛ موږ د امکاناتو او اسبابو په لحاظ ډېر عاجز وو او د خلګو له نظره ورک خلګ وو؛ ولي نړۍ مو په واحد صف او قوي ارادې سره ماته کړه او الله‌جل‌جلاله دومره لوی شان، عظمت او مقبولیت رانصیب کړ، چي یوازي او یوازي د الله‌جل‌جلاله د اوامرو او د حضرت‌ محمدص په ارشاداتو مو ټینګه عقیده وه او همدغه لاره مو تعقیبوله.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټولو فارغ شویو ملي پولیسو ته په خطاب کي وویل: « کومي بېلابیلي زده‌کړي چي مو دلته کړي نور تاسي عملاً خدمت ته چمتو یاست او ستاسو مسئولیت د جهادي دورې په نسبت اوس ډېر دئ؛ ځکه ملي پولیس خاصاً د ولس سره کار دئ، ستاسي کامیابي هغه وخت ده چي ولس په باور او همږغۍ کي وساتئ، که چیري د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ باور او همږغي وي بیا به هیڅکله مجرم ځای پیدا‌نکړي.»

هغه وویل؛ د نوري نړۍ سره زموږ د امنیتي ځواکونو توپير په دې کي دی چي موږ امنیتي ځواکونه په سپېڅلي عقیده روزو او د امنیتي ځواکونو ټول کړه او وړه په یوه سپېڅلې عقیده جوړوو، چي په خبره یې؛ نو بیا د امنیتي ځواکونو څخه د ټولو توقع کیږي، چي ولس ته به ښه خدمت وکړای سي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني په وروستیو کښي ټولو فارغ سویو ملي پولیسو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په ټولو کړو او وړو کي له نرمۍ، ښه اخلاق او تعامل څخه کار واخلئ، خپله جهادي جذبه، روحیه او فکر مو تل ژوندی ساتئ، ډېر زغم ولرئ، خلګو ته اسانتیاوي برابروئ، کومي زده‌کړي چي مو کړي عملاً یې په ټولنه کښي تطبیق کړئ، د دندي په وخت کښي له ټولنیزو رسنیو څخه ډډه وکړئ، د ولس پر زخمونو پټۍ کښېږدئ او د مشرانو پیروي کوئ.