کندهار: ارغنداب ولسوالۍ کي ۵۰۰ کورنیو ته د څښلو پاکي اوبه برابري شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د قاسم پُل په سیمه کښي د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست تر چتر لاندي، د «UNICEF» په مالي ملاتړ او د «KRO» په تطبیقي او تخنیکي مرسته د څښلو پاکو اوبو یوه شبکه چي ۵۰۰ کورنیو ته به پاکي او صحي اوبه ورسوي، […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د قاسم پُل په سیمه کښي د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست تر چتر لاندي، د «UNICEF» په مالي ملاتړ او د «KRO» په تطبیقي او تخنیکي مرسته د څښلو پاکو اوبو یوه شبکه چي ۵۰۰ کورنیو ته به پاکي او صحي اوبه ورسوي، ګټي اخیستني ته وسپارل سوه، چي د ګټي اخیستني په یادو مراسمو کي د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس حاجي ملاعبدالجبار حکمت، د یونسیف او KRO استازو او د ارغنداب ولسوالۍ مسئولینو ګډون کړی وو.

ددې پروژې د ګټي اخیستني په مراسمو کښي د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس حاجي ملاعبدالجبار حکمت وویل؛ چي ددې پروژې په پرانیستل کېدو سره به نور د سیمي اوسېدونکي شپه او ورځ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري او په خپلو خبرو کي ئې زیاته کړه؛ اداره یې مسئولیت لري، ترڅو د همکارو موسساتو په همکاري په ګډه تر راتلونکو کلونو پوري کندهار کي تر وچکالۍ ځپلو کورنیو پوري د څښاک پاکي اوبه ورسوي.