کاپیسا: تګاب کې د دښمن بمبار اولسي کورونه ویجاړ، ۸ تنه شهيدان او ژوبل کړل

تېره شپه د کابل رژیم عسکرو د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند زیارت قطار او اخندزاده ګانو سیمه کې وحشیانه چاپه ووهله او په اولسي سیمو یې دروند بمبار وکړ. د راپور له مخې دغه جنایت پر مهال دښمن د ګڼو کورونو دروازې په بمونو الوزولې، یوشمېر کورونه یې ویجاړ کړي، د ښځو په ګډون […]

تېره شپه د کابل رژیم عسکرو د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند زیارت قطار او اخندزاده ګانو سیمه کې وحشیانه چاپه ووهله او په اولسي سیمو یې دروند بمبار وکړ. د راپور له مخې دغه جنایت پر مهال دښمن د ګڼو کورونو دروازې په بمونو الوزولې، یوشمېر کورونه یې ویجاړ کړي، د ښځو په ګډون ۴ تنه یې شهيدان کړي، ۴ نور ژوبل او څو تنه یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

‏2021‏/7‏/12