کابل کې؛ د ښاري ښکلا دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د دویمې ناحیې اړوند په دهن باغ څلورلارې کې د ځمکې کُرې سمبول د جوړولو او د لومړۍ ناحیې اړوند د سپاهي ګمنام چوک ( میوند آبدې) د بیارغونې چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال حافظ سید عصمت الله عاصم ، د ټولنیزو او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د دویمې ناحیې اړوند په دهن باغ څلورلارې کې د ځمکې کُرې سمبول د جوړولو او د لومړۍ ناحیې اړوند د سپاهي ګمنام چوک ( میوند آبدې) د بیارغونې چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال حافظ سید عصمت الله عاصم ، د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور او د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په هغو مراسموکې چې له همدې امله جوړ شوي وو، دکابل ښاروالۍد ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال په خپلو خبروکې وویل: ښاري ښکلا کولای شي د ښاریانو په رواني لیدکې غوره بدلون راولي، نو په همدې موخه کابل ښاروالي د ښکلا په برخه کې غوره پلانونه تر لاس لاندې لري. د نوموړي په وینا د ښاري ښکلا پروګرامونه د ۱۴۰۱ کال له پیل څخه تر لاس لاندې نیول شوي دي او دا لړۍ به بېلابېلو سیمو ته وغځول شي.
نوموړي زیاته کړه چې، تر اوسه د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د خصوصي سکټور او ملي سوداګرو په مرسته، په ۱۵ څلورلارو کې د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي شوي، چې ورسره به کابل په یوه نمونه او ښایسته ښار بدل شي.
ښاغلي سجستاني وویل چې، د ښکلا ټولې بڼې د معمارۍ پخواني او پرمختللي سبک او د کابل ښار د تاریخي مخینې په پام کې نیولو سره جوړې شوې دي.
په دهن باغ څلورلارې کې د ځمکې کُرې سمبول په متحرکه بڼه جوړ شوی دی ، چې( ۸ ) متره پلنوالی او لوړوالی او نږدې (۵.۵ )ټنه وزن لري، چې د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه څه باندې یو میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی . یاده بڼه د برښنا په وسیله په یوه دقیقه کې ۱۲ ځلې تاویږي.
د دهن باغ څلورلارې د بیارغونې په دې پروژه کې، د ښکلا څراغونه، او د جدولونو جوړول هم شامل دي.
په همدې توګه میوند آبده ( سپاهي ګمنام چوک) د کلتوري چارو ریاست په مدیریت بیارغول شوی دی چې، د خصوصي سکټور له لوري پرې څه باندې دوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د سپاهي ګمنام چوک د بیارغونې په پروژه کې مرمت کاري او د حوض جوړول، د اوبو فوارو نصب، پلې لارې، د څراغونو نصب، د شنو سیمو جوړول، د جدولونو او فلزي کټارو نصب او د ګلدانونو جوړول شامل دي.