چین د امریکا په وروستیو اقتصادي بندیزونو توند غبرګون ښودلی دی

د چین اقتصادي وزارت د امریکا په وروستیو بندیزونو توند غبرګون ښودلی دی، یاد وزارت ویلي، د امریکا هغه پرېکړه چې د چین اړوند د ۲۳ بنسټونو نومونه یې په تور لېست کې شامل کړي په کلکو ټکو غندي، دا وزارت همدا راز زیاتوي چې بیجینګ به په ټول توان هڅه وکړي تر څو له […]

د چین اقتصادي وزارت د امریکا په وروستیو بندیزونو توند غبرګون ښودلی دی، یاد وزارت ویلي، د امریکا هغه پرېکړه چې د چین اړوند د ۲۳ بنسټونو نومونه یې په تور لېست کې شامل کړي په کلکو ټکو غندي، دا وزارت همدا راز زیاتوي چې بیجینګ به په ټول توان هڅه وکړي تر څو له خپلو مشروع منافعو دفاع وکړي.

امریکا د چین ۲۳ بنسټونه په دې تور چې روسیې، چین او ایران سره ارتباط لري په تور لېست کې شامل کړي دي، د بلومبرګ رسنۍ د راپور له مخې، د چین اقتصادي وزارت نن په خپل رسمي وېب سایټ کې لیکلي، چې امریکا په دې اقدام سره غواړي په لوی لاس نړیوال تجارت کمزوری کړي، خو چین به پرې نږدي چې امریکا خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي او دوی هڅه کوي خپل مشروع منافع حفظ کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په تازه بیان کې ویلي، چین به د خپلو شرکتونو د حقونو او ګټو د خوندي کولو او د چین داخلي چارو کې د مداخلې لپاره د متحده ایالاتو د هڅو په مقابل کې ټول لازم اقدامات په کار اچوي.

د یادونې وړ ده، چې د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت لخوا په تور لېست کې د شرکتونو تر اچولو وروسته یاد شرکتونه نشي کولی د متحده ایالاتو له شرکتونو سره د سوداګرۍ په برخه کې کار وکړي، دوی به هغه وخت ددې مجاز ګرځي چې د متحده ایالاتو فدرالي حکومت لخوا اجازه ورکول شي.