پکتیکا: د اومني مفتوحه ولسوالۍ انتقالي مرکز او ۴ پوستې فتحه شوې

د الفتح جهادي عملیاتو په لړ کې پرون شپه د پکتیکا ولایت، اومني مفتوحه ولسوالۍ انتقالي مرکز چې د یادې ولسوالۍ د ګناوې سیمه کې جوړ کړل شوی و، د زړورو مجاهدینو لخوا فتحه او د اسلامي امارت د حاکمیت بیرغ ورباندې ودرول شو. د راپور له مخې دغه مرکز له ډېري مدې راپه دېخوا […]

د الفتح جهادي عملیاتو په لړ کې پرون شپه د پکتیکا ولایت، اومني مفتوحه ولسوالۍ انتقالي مرکز چې د یادې ولسوالۍ د ګناوې سیمه کې جوړ کړل شوی و، د زړورو مجاهدینو لخوا فتحه او د اسلامي امارت د حاکمیت بیرغ ورباندې ودرول شو.

د راپور له مخې دغه مرکز له ډېري مدې راپه دېخوا د مجاهدینو تر کلکي محاصرې لاندې و او په دښمن له ټولو خواوو د تګ راتګ لارې تړلې شوې وې، چې بالاخره پرون د یاد مرکز د ټولو ملحقاتو او ۴ دفاعي پوستو په تخلیه کولو سره وتښتېدل او سیمه یې د تل لپاره له شرڅخه خلاصه شوه.

‏2021‏/7‏/9