پکتیکا: برمل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو ۴۸ کورونه ګټي اخېستنې ته وسپارل شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۷) د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د IRC مؤسسي له لورې ۴۸ کورونه،چې اوونېم میلیونه افغاني لګښت پرې راغلې ګټي اخېستنې ته وسپارل شول. یادو اته څلوېښت کورونو کي، ۳۳ کورونه له سره ورغول شول او د ۱۵ کورونه ترمیم چارې ترسره شوې. د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۷) د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د IRC مؤسسي له لورې ۴۸ کورونه،چې اوونېم میلیونه افغاني لګښت پرې راغلې ګټي اخېستنې ته وسپارل شول.
یادو اته څلوېښت کورونو کي، ۳۳ کورونه له سره ورغول شول او د ۱۵ کورونه ترمیم چارې ترسره شوې.

د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست رئیس او د برمل ولسوالۍ د کمېټي مخکنې مسؤل مولوي مطیع الله منصور وایي: په هر رغول شوې کور دوه نېم زره امریکا ډالر او په ترمیم شوې کور باندې ۷۵۰ امریکا ډالر، لګښت راغلی، چې د ژغورنې نړېوالی مؤسسي له لورې ورکړل شوې او په ټولو کورونو باندې اوو نېم میلیونه افغانۍ لګښت راغلي دي.

منصور د نورو مؤسساتو په مسؤلېنو غږ وکړ، چې د برمل ولسوالۍ کې د کورونو جوړولو کارونو باندې بیړه وکړې ترڅو له ایخو شپو، ورځو په امان کې شي.