پکتیا: د اوبو رسونې او روغتیا ساتنې اووۀ شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹) دا شبکې چې د ۷ بابه ښوونځيو ، ۱۴ بابه مسجدونو او ۳ روغتیایي مرکزونو سربېره ۱۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبۀ برابروي د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او د پوهنې ریاست سره په ګډ نظارت دیونسیف په مالي او د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹)
دا شبکې چې د ۷ بابه ښوونځيو ، ۱۴ بابه مسجدونو او ۳ روغتیایي مرکزونو سربېره ۱۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبۀ برابروي د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې او د پوهنې ریاست سره په ګډ نظارت دیونسیف په مالي او د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ تطبیق شوې.
په دې شبکو ۴۶ میلیونه او ۷۴۱ زره افغانۍ لګښت راغی چې د پکتیا په مرکز ګردېز، احمد ابا، لجه منګل، اریوب ځاځي ، څمکني او ډنډه پټان ولسوالیو کې تطبیق شوې او سلګونه ځایي اوسېدونکو ته پکې کاري فرصتونه هم برابر شوي و.
له دې شبکو د ۷ بابه ښوونځیو زرګونه زده کوونکي هم د څښاک د پاکو اوبو لپاره استفاده کوي او په دې ښوونځي کې ۵۶ تشنابونه او د لاس مینځلو ساختمانونه هم جوړ شوي چې د زده کوونکو د روغتیا ساتنې لپاره یې ضرورت احساس کېدۀ.

په دې شبکو کې ۷ حلقې د اوبو ژورې څاګانې ، ۷ لویې او ۱۴ وړې د اوبو زخیرې ، د لمریزې برېښنا سولري تختې د احاطې دېوالونه ، ۵۶ بابه تشنارونه او ۵۶۱ د اوبو رسولو نلکۍ موجودې دي.