پکتيا: ۸۰ تنه علماؤ او حافظانو ته د دستار فضيلت پګړۍ ور وتړل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) تیره ورځ چهار شنبه، پکتيا مرکز ګرديز کې د جامعه جهادي محمديه مدرسه څخه ۸۰ تنه علماؤ او حافظان له ديني زده کړو وروسته فارغ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دستار فضليت پګړۍ ور وتړل شوې. په یاده غونډه کې د امرباالمعروف وزير، اوبو او بريښنا […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) تیره ورځ چهار شنبه، پکتيا مرکز ګرديز کې د جامعه جهادي محمديه مدرسه څخه ۸۰ تنه علماؤ او حافظان له ديني زده کړو وروسته فارغ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دستار فضليت پګړۍ ور وتړل شوې.

په یاده غونډه کې د امرباالمعروف وزير، اوبو او بريښنا وزير، ګډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو وزير، د حج اوقافو وزارت معين، پکتيا والي، د پکتیا مرستيال والي، د هيواد پۀ سطحه جيد عالم شيخ الحديث والتفسير خليفه صاحب دين محمد، د سيمې په کچه علماء کرامو، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلينو، مجاهدينو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.