پکتيا: ميرزکه ولسوالۍ کې د ځنګلونو پرې کولو مخنيوي په اړه قومي پريکړه وشوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) د پکتيا ولايت ميرزکه ولسوالۍ قومي مشرانو او د ځنګل ميشتو سيمو اوسيدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې پريکړه کړې چې له دې وروسته به هيڅ کس ځنګل نه پرې کوي. د پريکړې له مخې هيڅوک نشي کولای چې طبي بوټې په خپل سر له منځه يوسې او يا وحشي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) د پکتيا ولايت ميرزکه ولسوالۍ قومي مشرانو او د ځنګل ميشتو سيمو اوسيدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې پريکړه کړې چې له دې وروسته به هيڅ کس ځنګل نه پرې کوي.

د پريکړې له مخې هيڅوک نشي کولای چې طبي بوټې په خپل سر له منځه يوسې او يا وحشي ژوي او الوتونکو مرغان ښکار کړي.

د میرزکې ولسوال مولوي محمد اسماعیل منصور وايي چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست سره په همغږۍ يې په دې اړه د سيمې خلک او قومي مشران دې ته هڅولي چې د ځنګلونو قطع کيدو مخنيوی وکړي، نوموړي خلکو ته په وينا کې ويلي چې د افغانستان ا.ا.ا د کرنې وزارت د طرحو او اصولو له مخې د شنو ځنګلونو قطع کول، د طبي بوټو رایستل، د وحشي حیواناتو او الوتونکو ښکار او تجارت کول جرم دی.

قومي مشران وايي، پريکړه يې کړې که هر شخص د شوې پرېکړې څخه سرغړونه وکړه قوم ته به د ونې یا بوټي پر سر ۱۰ زره افغانۍ جریمه ورکوي او د حکومت قوانین به پرې پلي کیږي.

د يادولو وړ ده چې قومي مشرانو پريکړه ليک له ليکلو اورولو وروسته ميرزکه ولسوالۍ مقام ته سپارلی.