په کجکۍ ولسوالۍ کي د ۶ کلن ماشوم پر سر شخړه رامنځته سوه:

  نن ورځ سې شنبه دهلمند د کجکي ولسوالۍ د زمینداور د سیمي د رباط په کلي کي د ۶ کلن ماشوم پر سر څو کسانو یو کس په چړو وواهه . د باختر آژانس خبریال د سرچیني په حواله چي  اسدالله د عطاالله زوی د سمیع الله، پایند، عبالفغار او سپین لخوا په چړو […]

 

نن ورځ سې شنبه دهلمند د کجکي ولسوالۍ د زمینداور د سیمي د رباط په کلي کي د ۶ کلن ماشوم پر سر څو کسانو یو کس په چړو وواهه .

د باختر آژانس خبریال د سرچیني په حواله چي  اسدالله د عطاالله زوی د سمیع الله، پایند، عبالفغار او سپین لخوا په چړو وهل سوی دی.

د امنیتي مسولینو په خبره چي اسدالله  یې د تداوۍ په موخه د کجکي ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړي دي او د ۶ کلن ماشوم کورنۍ او دوستان د امنیتي ځواکونو لخوا نیول سوي دي تر څو د یادي پیښي علت څرګند کړي او مجرمین د قانون ته وسپاري .

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۲ هــ ق