په هلمند کي دشري يا سرخکان ناروغي دنورو ولایتو په پرتله کمه سوې:

په هلمند کي دشري یا سرخکان ناروغي دنورو ولایاتو په څېر کمه ښودل سوې ده په کومو ولایتونو کي چي دشري له امله ماشومان په دې مرض اخته سوي دي. دهلمند بست ولایتي روغتون آمر ډاکټر فیض الله (محمدي) باختر آژانس ته وویل چي بیاهم په ورځني ډول دشري یاسرخکان مثبتي پېښي د۲۰ څخه تر۲۵ […]

په هلمند کي دشري یا سرخکان ناروغي دنورو ولایاتو په څېر کمه ښودل سوې ده په کومو ولایتونو کي چي دشري له امله ماشومان په دې مرض اخته سوي دي.

دهلمند بست ولایتي روغتون آمر ډاکټر فیض الله (محمدي) باختر آژانس ته وویل چي بیاهم په ورځني ډول دشري یاسرخکان مثبتي پېښي د۲۰ څخه تر۲۵ پنځه ویشت پوري ثبتیږي او په دغه روغتون کي د درملني په موخه وناروغانوته داخله ورکوي ترڅوماشومان له دې ناروغۍ څخه وژغورل سي.

ښاغلي محمدي زیاته کړه چي ناروغان دمرکز تر څنګ دنورو ولسوالیو څخه هم مراجعه کوي خو ډيری یې دنهرسراج اوګرشک څخه ولایتي روغتون ته راځي

نوموړي سرخکان یوساري ناروغي وبلل او زیاته يې کړل چي دا پر هغه ماشومانو اغېزکولای سي چي عمرونه یې تر ۵ پنځه کلنۍ کښته وي.

نوموړی وایي ددې ناروغۍ د کنټرول په برخه کي واکسین او عامه پوهاوی ګټور تمامېدلای سي او باید دمسجد امامان او رسنۍ په دې برخه کي خپل حق ادا کړي او اولس وپوهوي چي خپل ماشومان دسړې هوا څخه وساتي ترڅو له دغه ناروغۍ وساتل سي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۳ هـ ق