په شهرنو پارک کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۲) په شهرنو پارک کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو او زرغونتیا ریاستونو له لوري د سرکس او تیاتر په نندارو او د نیالګیو په کېنولو سره ترسره شو. په یاد کمپاین کې چې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور، د […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۲)
په شهرنو پارک کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو او زرغونتیا ریاستونو له لوري د سرکس او تیاتر په نندارو او د نیالګیو په کېنولو سره ترسره شو.
په یاد کمپاین کې چې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور، د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو ریاستونو رئیسانو، لوبغاړو او ځوانانو ګډون کړی وو، د اسلام له نظره د نیالګیو کېنولو په ارزښت او د لوبغاړو په روغتیا او حفظ الصحه کې د زرغونو سیمو د رول په اړه خبرې وشوې.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، د تیاتر او سرکس نندارې، نیالګیو کېنولو ته د ښاریانو د هڅونې په موخه برابرې شوې دي.
د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان بیا په خپلو خبرو کې وویل چې، د شهرنو پارک زرغونتیا پراخه کیږي او د نیالګیو سربېره به پکې بېلابېل ډوله ګلان او زینتي بوټي کېنول شي او د چمن کرلو برخې ته به یې هم پاملرنه وشي.