په افغانستان کي د ترکیې هیواد د پوهني بنسټ رئیس له کندهار والي سره وکتل

  د سې‌شنبې په ورځ وروسته تر غرمې په ولایت مقام کښي په افغانستان کي د ترکیې هیواد د پوهني بنسټ رئیس صالح ساغر له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل، چي پرمهال ئې کندهار کي د افغان ترک لېسو عمومي مُدیر جانر ایلوجي، د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله او […]

 

د سې‌شنبې په ورځ وروسته تر غرمې په ولایت مقام کښي په افغانستان کي د ترکیې هیواد د پوهني بنسټ رئیس صالح ساغر له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره وکتل، چي پرمهال ئې کندهار کي د افغان ترک لېسو عمومي مُدیر جانر ایلوجي، د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله او د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري هم حضور درلود.

د لیدني په پيل کي په افغانستان کي د ترکیې هیواد د پوهني بنسټ رئیس صالح ساغر وویل، د ترکیې هیواد د پوهني بنسټ اوس د افغانستان په اوو ولایتونو کي فعالیت لري، چي د یادو ولایتونو له ډلي یو هم کندهار دئ، چي په خبره ئې زرګونه کسانو ته ئې د کار زمینه هم برابره کړې ده او د خپلو خبرو په دوام ئې وویل، هڅه ئې داده، ترڅو د ا،ا،امارت په راتګ سره د ترکیې هیواد د پوهني بنسټ په افغانستان کي د پوهني برخه لا پياوړې کړي او هم به افغان ځوانانو ته د بورسونو زمینه برابره کړي.

صالح ساغر د خپلو خبرو په وروستیو کي له کندهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چي په کندهار کي د دوی له ادارو سره په هره برخه کي پوره همکاري کوي او زیاته کړه، چي همدې همکارۍ دوی دې ته هڅولي، ترڅو په افغانستان کي د ترکیې هیواد د پوهني بنسټ خپل د پوهني برخه لا قوي کړي.

کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی په افغانستان کي د ترکیې هیواد د پوهني بنسټ رئیس صالح ساغر ته ښه راغلاست ووایه او زیاته ئې کړه، افغانستان له شل کلن اشغال څخه وتلی، چي په تېرو شلو کلونو کي د نورو برخو ترڅنګ د پوهني په برخه کي هم هیڅ پام نه دی ورته سوی، چي په خبره ئې خلګ اوس تعلیم ته زیاته اړتیا لري او هم ورته بشپړه زمینه برابره ده؛ ځکه اوس یو واحد نظام دئ او هم پوره امنیت شتون لري.

کندهار والي په افغانستان کي د ترکیې هیواد د پوهني بنسټ رئیس څخه وغوښتل، ترڅو د پوهني په برخه کي له افغانانو سره په خپلو همکاریو کي زیاتوالی راولي او د خپلو خبرو په وروستیو کي ئې په افغانستان کي د ترکیې هیواد د پوهني بنسټ رئیس صالح ساغر او کندهار کي د افغان ترک لېسو عمومي مُدیر جانر ایلویجي ته د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

سې‌شنبه: ۱۴۴۳/۸/۵