هلمند : لښکرګاه کي یو تن غل ونیول سو

پرون مازدیګر دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اوله حوزه تورټانګ سیمه کي یو تن غلا ونیول سو. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاد کس محمدقاسم نومېږي د محمدانور زوی او د غور ولایت د تېورې اوسېدونکی چي فعلي سکونت یې د لښکرګاه اوله حوزه کي دی. نوموړی پرون مازدیګر په داسی حال کي د […]

پرون مازدیګر دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اوله حوزه تورټانګ سیمه کي یو تن غلا ونیول سو.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاد کس محمدقاسم نومېږي د محمدانور زوی او د غور ولایت د تېورې اوسېدونکی چي فعلي سکونت یې د لښکرګاه اوله حوزه کي دی.
نوموړی پرون مازدیګر په داسی حال کي د لمړۍ حوزې د منسوبینو له خوا ونیول سو چي یوه عراده پامیر موټرسېکل یې غلا کړی وو.
موټرسېکل خپل اصلي مالک او نیول سوی کس اړوند اورګان ته وسپارل سو.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۲ هــ ق