هلمند: شپاړلس روغتیایي مراکز پرانیستل شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۴) هلمند کي د عامي روغتیا ریاست لخوا د AHF په مالي ملاتړ او د HADAAF مؤسسې په تطبیق سره د یوې غونډي پر مهال د شپارلس روغتیایي مراکزو پرانیستغونډه ترسره سوه. په یاده غونډه کي د عامي روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید صاحب، د HADAAF مؤسسې ولایتي مسئول ډاکټر محمود دُرانی، […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۴) هلمند کي د عامي روغتیا ریاست لخوا د AHF په مالي ملاتړ او د HADAAF مؤسسې په تطبیق سره د یوې غونډي پر مهال د شپارلس روغتیایي مراکزو پرانیستغونډه ترسره سوه.

په یاده غونډه کي د عامي روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید صاحب، د HADAAF مؤسسې ولایتي مسئول ډاکټر محمود دُرانی، د OHPM ولایتي مسؤل ډاکټر یارمحمد او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و.

په پیل کي د HADAAF مؤسسې ولایتي مسئول د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د یادي مؤسسې د روانو چارو او ترسره سویو فعالیتونو په اړه یې معلومات وړاندي کړل.

نوموړي وویل چي د هلمند په باغران، بغني، نوزاد، واشېر، کجکي او یو شمېر نورو ولسوالیو کي یې ۱۶ روغتیایي مراکز فعاله کړي چي څلور Mobile ټېمونه او ۱۲ روغتیایي مرکزونه دي چي د ولسوالیو خلګو ته به خدمات وړاندي کوي.

د عامي روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید صاحب وویل چي هلمند یو پراخه ولایت دی چي مخکي یې د روغتیا په برخه کي خاص کار نه و سوی خو اوس یې په لیري پرتو سیمو کي هم په ښه توګه روغتیایي خدمات روان دي.

نوموړي زیاته کړه چي د ۱۶ روغتیایي مراکزو پرانیستل به په لري سیمو کي د خلګو روغتیایي ستونزي تر ډیره حل کړي او شمالي ولسوالۍ چي د مرکز لښکرګاه څخه لري پرتې دي ډیری روغتیایي مراکز په لري شمالي ولسوالیو کي پرانیستل سوي چي د واش پروګرام، واکسین او سوی تغذیه په برخه کي به همکاري کوي.

همداراز نوموړي وویل چي ډیر ژر به په ولسوالیو کي ۱۰ روغتیایي مراکز پرانیستل سي او څه موده وروسته به د مؤسساتو سره په همکارۍ شاوخوا ۲۰ نور روغتیایي مراکز په ولسوالیو کي پرانیزي.