هلمند: سنګین کې د فرهنګي کمیسیون او فقهي مجلس د علماؤ ګډه ناسته ترسره شوه

د فرهنګي کميسيون مرستيال او ورسره هيئت نن د هلمند ولایت د سنګین ولسوالي د مرکزي فقهي مجلس له علماء کرامو سره ګډه ناسته وکړه. د راپور له مخې د ناستې برخوالو ته لومړی د فرهنګي کمیسیون مرستيال مولوي احمدالله وثیق وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل چې: افغان مجاهد ولس نژدې شل […]

د فرهنګي کميسيون مرستيال او ورسره هيئت نن د هلمند ولایت د سنګین ولسوالي د مرکزي فقهي مجلس له علماء کرامو سره ګډه ناسته وکړه.

د راپور له مخې د ناستې برخوالو ته لومړی د فرهنګي کمیسیون مرستيال مولوي احمدالله وثیق وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل چې: افغان مجاهد ولس نژدې شل کاله د اشغالګرو امریکایانو او متحدینو په ضد یې ښه په میړانه د خپل هیواد د ازادۍ او اعلاء کلمة الله لپاره جهاد او مبارزه وکړه، قربانۍ  ورکړل شوې او په نتیجه کې یې لله الحمد اشغالګر مات شول او دادی هيواد مو د ازادۍ او استقلال د بیرته  اخيستلو پر درشل ولاړ دی چې ټول یې د هره ورځ نويو فتوحاتو شاهدان یو.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: داچې هيواد مو له اشغاله خلاصيږي نو مظلوم اولس په هره برخه کې زموږ همکاري ته ضرورت لري. زموږ د هیواد وګړي چې د یو اسلامي نظام او د خپلو اولادونو دښه راتلونکي لپاره یې سختې سړې او تودې ګاللې دې د امید سترګې یې موږ ته دي، نو د علماء کرامو مکلفیت جوړيږي چي د خپلو خلکو د ذهن سازۍ تر څنګ د دوی د ستونزو په حل کې مرسته وکړي، د غونډو او مجالسو په ترسره کولو د عامه ذهنیت تنویر ته کار وکړي،  نوي نسل ته تعلیمي فرصتونه برابر کړی او د اسلامي امارت له نورو ادارو سره په همغږي د یوې سالمي ټولني او غښتلي نظام په حاکمیت کې خپل رول اداء کړي.

همدا راز نوموړي د فرهنګي کمیسیون د فعالیتونو په اړه د غونډې برخوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

ورپسې د فقهي مجالسو مشر محترم مولوي شهزاده صاحب وینا وکړه. نوموړي د فرهنګي کميسيون هيئت ته ښه راغلاست ووایه او د دوی هڅي یې وستایلې. همداراز یې په اوس وخت کې  د علماؤ پر رول، مکلفیتونو او د فقهي مجالسو پر اهميت رڼا واچوله.

د غونډې په پای کې پر برخوالو فرهنګي توکي کتابونه، مجلې، او قلمونه توزیع شول او غونډه د اسلامي نظام د استحکام، ویاړلي افغانستان او د مسلمانانو د ارام او هوسایني په دوعا سره پای ته ورسېده.

‏2021‏/7‏/9